د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د افغان تنکیو ځوانانو ورتګ زیات شوی


ایران هغه افغانان چې په دغه هیواد کې د اوسیدلو قانوني اسناد نه لري د اسلام قلعه د سرحد له لارې افغانستان ته رااړوي
ایران هغه افغانان چې په دغه هیواد کې د اوسیدلو قانوني اسناد نه لري د اسلام قلعه د سرحد له لارې افغانستان ته رااړوي

د کډوالو نړیوال سازمان یا ای اوو ایم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ایران کې د هغو افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی، چې غواړي ترکیې او یا کوم بل اروپايي هیواد ته لاړ شي.

په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان دا هم ویلي، چې اکثرا دا ماشومان چې ایران ته له افغانستان په قاچاقي ډول لېږدول کیږي، په افغانستان کې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او یا یې د کورنۍ سرپرست وژل شوي وي.

د ای اوو ایم په اعلامیه کې په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د مشر ريچارد دانزګر له خولې ویل شوي، چې دا تنکي ماشومان اکثرا له تهدید سره مخ دي او د قاچاقبرو له ناوړه ګټه اخېستنې سره هم لاس او ګریوان دي.

ریچارډ ډانزګر ویلي: په افغانستان کې د فرصتونو د نه شتون له امله دا ماشومان د کم لګښت په بدل کې له خطر ډک سفر ته مخه کوي.

ای اوو ایم پدغه اعلامیه کې دا هم ویلي، چې ځینې دغه کم عمره ماشومان په ایران کې پخوا تر دې چې خپل مقصدي ځای ته ورسیږي او کار پيل کړي، نیول کیږي او د قاچاقبرانو قرضداره پاتې کیږي او افغانستان ته را اړول کیږي.

ددې ترڅنګ ای اوو ایم دا هم ویلي، چې له ایران نه د ستنېدونکو په منځ کې یوه لویه برخه هغه تنکي ماشومان تشکیلوي، چې په مسلسل ډول د دوی اړتیاووې له نظره غورځول شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، دوی ددغو ماشومانو اړتیاووې معلومې کړي دي او له ایران نه د ستنېدونکو تنکیو ماشومانو اړتیاوو ته پام نه اړول کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان له ۱۸۰۰ نه زیاتو هغسې ماشومانو سره مرکې کړي دي، چې عمرونه یې د ۱۲ او یا ۱۷ کلونو په منځ کې دي او په يوه کال کې افغانستان ته له ایران نه را ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ای اوو ایم د رسنیو د څانګې مسول نصیر احمد حیدرزي امریکا غږ ته وویل چې له ایران نه د راستنېدونکو کم عمره ماشومانو موضوع جدي ده او نړیواله ټولنه دې ورته جدي پام واړوي.

نصیر احمد حیدرزي وویل "که له ایران نه راستنېدونکو کم عمره ماشومانو ته پاملرنه و نه شي، نو دا ماشومان به جدي ستونزو سره مخ شي."

حیدرزي وویل ایران ته زیاتره ماشومان چې ځي د کار لپاره ځي، نو پدې خاطر چې د خپلې ارادې نه وي، نو هلته له ناوړه حالت سره مخ کیږي .

د ای اوو ایم په بیان کې له هغو ماشومانو سره هم مرکې شوي دي، چې له ایران نه افغانستان ته اړول شوي دي، ددغو ماشومانو اکثرو یې ورته ویلي، چې په افغانستان کې کورنۍ ور غاړې وې نو ځکه یې ایران ته قاچاقي تللي دي.

ای اوو ایم وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ له میاشتې تر نومبره ۱۸۳۰ ماشومان اسلام کلا او میلاک سرحدي ښارونو ته اړول شوي دي او دوی ورسره مرستې کړي دي.

خو د ای اوو ایم د رسنیو مسؤل وایي، چې دقیق داسې میکانیزمونه نشته چې وښيي، څومره افغان ماشومانو صنعتي هیوادونو ته د تلو لپاره افغانستان پرېښی دی.

په ورته وخت کې مو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره اړېکې ونیولې او پدې موضوع د هغوی نظر مو وغوښت ولې و نه توانېدو چې نظر یې واخلو.

XS
SM
MD
LG