د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تیرو دوو اوونیو کې څه باندې ۴۸ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي

په افغانستان کې کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال د اګست میاشتې له دویمې څخه تر پنځلسمې پورې، څه باندې ۴۸ زره افغانستان د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ (اګست ۲۱) خپور شوی، ویلي دي چې له ایران څخه د راستنیدونکو افغانانو وضعیت تر ډیره په ثابت حالت کې پاتې دی او په منځنۍ توګه په ورځ کې شاوخوا ۱۸۰۴ کسان چې په څوارلسو ورځو کې کابو ۲۵ زره کسان کیږي بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو شمیر ۳۷ سلنه کم شوی او په یاده موده کې ۲۳ زره پنځه سوه و دوه پنځوس کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي ډېر دغه کسان له ایران سره په پوله کې د اسلام قلعه او پل ابریشم او له پاکستان سره د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ سازمان په راپور کې ویل شوي دي چې نړیوالو مرستندویه بنسټونو له دغو کډوالو سره بیلابیلې مرستې کړي دي چې پکې، د خوراکي توکو، نغدو پیسو ویش، موقتي سرپناوې، ترانسپورت، صحي مرستې او سلا مشورې شاملي دي.

راپور وایي اکثریت راستانه شوي افغانان بې اسناده او د شړل کیدو له ګواښ سره مخ کسان وو کوم چې په خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه سازمان وایي چې ډیری دغه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري:" سرحدي کنسرسیوم په رسمي سرحدي نقاطو کې د ژغورنې څو اړخیزو کمکونو ته دوام ورکوي څو د افغانستان بیلابیلو برخو ته په خوندي شکل د ستنیدونکو له تګ څخه ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له راستنیدونکو سره د مرستو په تاکید سره ویلي دي چې د بودیجې تامین او دوامداره ملاتړ اړین دی ځکه دغه راستنیدنې دوام لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG