د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د کرکټ تجارتي سیالۍ په اماراتو کې پیل شوې


د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل تجارتي کرکټ سیالۍ نن د عربي متحده اماراتو د ابوظبي په ښار کې پیل شوې.

ټاکل شوې وه چې دا لوبې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې په هندې کې شوې وای خو د کرونا د وبا له وجې وځنډیدې او د هند په ځای به د عربي متحده اماراتو په بیلا بیلو ښارونو کې کیږي.

د آی پې ایل په دیارلسم دور سیالیو کې د تیرې دورې په څیر اته لوبډلې برخه لري چې د نړۍ د کرکټ مشهور لوبغاړي پکې لوبېږي.

د آی پي ال د رسمي ویبسایټ د معلوماتو په اساس د سږ کال لومړني لوبه د چنای سوپر کنګز او مومبای انډینز د لوبډلو تر منځ کیږي. د چنای کپتان مهندرا سنګ دوني او د مومبای کپتان روهیت شرما دی.

د کرونا د وبا له وجې به د آی پي ایل په سیالیو کې نندارچیان د لوبې په میدان کې نه وي او دا ځل د لوبو د پیل مراسم هم نه وو نیول شوي. دا ځل به د لوبې په میدان کې د لوبغاړو او مینه والو د تشویق لپاره نڅاګرې هم نه وي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې درې لوبغاړي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان د سږ کال د آی پي ایل په سیالیو کې برخه لري.

نبي او راشد د سنرایزر حیدرآباد او مجیب د کنګز ایلیون پنجاب د لوبډلې لپاره لوبه کوي.

د تیر کال آی پي ایل اتلولي د مومبای انډینز لوبډلې ګټلې وه.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG