د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني فعالین: د ګشت ارشاد پولیس ندي تعطیل شوي  


ایراني فعالانو چې په دغه هېواد کې د مظاهرو ملاتړ کوي، نن د ډسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۴مه) هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د «ګشت ارشاد» په نامه اخلاقي پولیس منحل شوي دي.

د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو په نتیجه کې د شاوخوا درې میاشتو اعتراضونو وروسته، د ایسنا رسمي خبري اژانس د خبر په اساس، د دغه هېواد لوی څارنوال جعفر منتظري د ګشت ارشاد د بندولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ګشت ارشاد "له هماغه ځای څخه چې دمخه تاسیس شوی و له هماغه ځایه تعطیل شو. "

خو فعالانو په دې اقدام بې باوري څرګنده کړه او ویلي یې دي، داسې ښکاري چې د منتظري څرګندونې پوښتنې ته یو سمدستي ځواب دی او د ګشت ارشاد پوليسو د بندولو رسمي اعلان ندی.

خو بیا هم دغو فعالانو وویل چې د ګشت ارشاد د پولیسو بندول به په ایران کې د حجاب د اغوستلو په پالیسي کې کوم بدلون نه راولي، بلکې د هغه د پلي کولو لپاره به یو تکتیک وي.

په امریکا کې د عبدالرحمن برومند د بشري حقونو د موسسې یوې بنسټ ایښودونکې رویا برومند، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د ګشت ارشاد پولیسو د واحدونو ویجاړول د هغو مظاهره چیانو لپاره چې د رژیم بدلول غواړي، ښایي یو ډیر کوچنی او ډیر ناوخته اقدام وي، مګر داچې هغوی د ښځو په جامو حقوقي قیود او هغه قوانین لغو کړي چې د اتباعو شخصي ژوند کنټرولوي."

هغې زیاته کړه که ګشت ارشاد دا کار ونکړي د پولیسو نورې څانګې به دا توپیري قوانین پلي کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ګشت ارشاد د څانګې د بندولو په اړه رپوټونو نړیوال غبرګونونه هم راوپارولي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن د ډسمبر په پنځمه وویل چې د پولیسو د دې څانګې بندول به هغه ایرانیان ارام نه کړي چې خپل اساسي حقونه غواړي.

د دغه وزارت یو ویاند په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ایرانیان د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. دوی غواړي آزاد ژوند وکړي او پخپله د خپل ژوند په اړه پریکړه وکړي.

هغه زیاته کړه، که د ګشت ارشاد پولیسو د بندولو حکم عملي هم شي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ایرانیانو اراده به بدله نه کړي.

فعالان وايي چې په اوسنيو حالاتو کې د ګشت ارشاد د پوليسو بندول بې معنا دي ځکه چې په ايران کې ښځو په پراخه کچه د حجاب اړوندو مقرراتو په برخه کې په مدني نافرمانيو لاس پورې کړی دی.

خو بیا هم نن ورځ په ایران کې د ګشت ارشاد پولیسو په اړه د جعفر منتظري د څرګندونو د معنا په هکله شکونه لیدل کیږي او یوازې ځینو اصلاح غوښتونکو ورځپاڼو په خپلو لومړیو پاڼو کې په دې اړه لیکنې کړي، پداسې حال کې چې محافظه کارو ورځپاڼو په دې اړه څه نه دي لیکلي.

XS
SM
MD
LG