د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اخلاقي امنیت پولیس لغو کړل


په ایران کې د څه باندې دوو میاشتو پراخو مظاهرو وروسته ددغه هېواد لوی څارنوال د اخلاقي امنیت د پولیسو لغو کیدل اعلان کړل.

د ایران په ګوټ ګوټ کې دا مظاهرې د دي هیواد د حجاب د قوانینو د نه مراعتولو په تور د یوې ۲۲ کلنې ایرانۍ مهسا امیني له نیول کېدو او د پولیسو په قید کې له مړینې وروسته پیل شوي وې.

د ایران ایسنا خبري رسنۍ نن یکشنبې دسمبر ۴ (لیندۍ ۱۳) ددغه هېواد د لوی څارنوال محمد جعفر منتظري له قوله لیکلي چې "د اخلاقي امنیت پولیس له قضايیه قوې سره هیڅ تړاو نلري" او لغوه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، منتظري دا څرګندونې په یوې مذهبي غونډه کې کړي دي.

د اخلاقي امنیت پولیس چې په ایران کې ورته "ګشت ارشاد" وايي، په ۲۰۰۶ کال کې د پخواني ولسمشر محمود احمدي‌نژاد په واکمنۍ کې پر ښځو د حجاب د قوانینو د پلي کولو دپاره رامنځته شوي وو.

له دې یوه ورځ وړاندې ښاغلي منتظري ویلي وو چې د ایران قضاییه قوه او پارلمان په هغه قانون له سره غور کوي چې له مخې یې ښځې اړ دي چې خپل سر وپوښي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني بیانیه کې وویل چې د ایران جمهوري او اسلامي اساسات ددغه هېواد د اساسي قانون له مخې ترتیب شوي دي، "خو د اساسي قانون د پلي کولو لپاره داسې لارې شته چې انعطاف منونکي وي".

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب څلور کاله وروسته د ښځو حجاب مراعتول لازمي وګڼل شو.

د اخلاقي امنیت پولیسو په لومړي سر کې ښځو ته خبرداری ورکاوه خو وروسته یې د حجاب د قوانینو د نه مراعتولو په تور د ښځو نیول هم پیل کړل.

په ایران کې د ښځو د حجاب قوانین وروسته په ځانګړي ډول د پخواني منځلاري ولسمشر حسن روحاني په واکمنۍ کې نرم شول. خو اوسني ولسمشر ابراهیم رئیسي، د روان میلادي کال په جولای کې، واک ته له رسېدو وروسته د ایران امنیتي ادارو ته امر وکړ چې پر ښځو باندې د حجاب قوانین په جدي ډول عملي کړي.

سعودي عربستان هم د ښځو د حجاب او نورو اخلاقي چارو د څارنې دپاره د اخلاقي امنیت پولیس ګومارلي وو. خو له ۲۰۱۶ کال راهیسې د سعودي سلطنت د خپل سختدریځۍ شهرت د ښه کولو په خاطر دا ځواک یوې څنډې ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG