د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د یو بانک مدیر 'سر لوڅې' ښځې ته د بانکي خدماتو له کبله له کاره ګوښه شو 


د ایران د قم ولایت د یو بانک مدیر یوې ښځې ته چې حجاب یې نه درلود د خدمتونو د وړاندې کولو له امله له دندې ګوښه کړای شوی دی. دا پداسې حال کې دي چې په ایران کې د سپتمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوې مظاهرې اوس هم روانې دي.

د کردستان ولایت اوسیدونکې مهسا امیني د «اسلامي حجاب» د نه مراعاتولو له امله نیول شوې وه.

د ایران د مهر خبري اژانس د دغه بانک د نوم له ښودلو پرته خبر ورکړی، چې د دغه بانک مدیر د پنجشنبې په ورځ یوې ښځې ته چې ټکری یې نه وه پرسر کړی، بانکي خدمات وړاندې کړي وو.

د مهر اژانس د قم د والي د مرستیال احمد حاجي‌زاده، له قوله لیکلي چې د بانک مدیر د والي په امر له کاره ګوښه کړای شوی دی.

په ایران کې اکثر بانکونه دولتي دي او حاجي زاده وویل چې د بانکونو مدیران مسولیت لري چې د حجاب قانون پلي کړي: "د دیني لارښوونو له مخې موږ ټول باید پدې فریضې عمل وکړو، نو په نننیو شرایطو کې ټول مکلف دی چې د منکراتو په اړه پولیسو ته صرف لفظي خبر ورکړي چې د دې سرغړونکو سره د چلند قانوني پروسه بشپړه شي."

د ایران د بشري حقونو د ډلو د رپوټونو له مخې، د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهرو د ځپلو په نتیجه کې په ټول هېواد کې ۴۴۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۸ زره نور نیول شوي دي.

خو د ایران حکومت تر اوسه د هر ډول شمیرو د وړاندې کولو څخه ډډه کړې ده.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب نه څلور کاله وروسته د حجاب اغوستل اجباري شول.

د روان کال په جولای میاشت کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د حجاب اغوستلو د قانون د سخت تطبیق امر وکړ.

XS
SM
MD
LG