د لاس رسي وړ اتصالات

د فاطمیون لوا افغان جنګیالي افغانستان کې ځان خوندي نه ګڼي


راپورونه وايي چې ایران شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغان شیعه ګان روزلي او د جنګ لپاره یې سوریې ته استولي دي
راپورونه وايي چې ایران شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغان شیعه ګان روزلي او د جنګ لپاره یې سوریې ته استولي دي

ایران په تېرو څو کلونو کې شاوخوا (۱۵۰۰۰) شیعه افغانان روزلي دي او د بشار الاسد د رژیم په ننګه یې سوریې ته د جنګ لپاره استولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیتیډپرس ته ویلي دي چې په سوریې کې د جګړې د سړېدو او داعش ډلې له ماتېدو وروسته د فاطمیون لښکر ۱۰۰۰۰ جګړه ماران بېرته افغانستان ته راغلي.

په هرات کې د دغو جګړه مارانو له ډلې یو راستون شوي مهدي اسوشیتیډپرس ته ویلي دي چې وطن ته له راستنېدو وروسته ډاریږي. هغه وايي "موږ په افغانستان کې ډاریږو. خلک وايي تاسو ټول ترهګر یاست."

افغانستان ته د فاطمیون راستانه شوي جګړه ماران وايي په ټولنه کې خلک ورته د شک په سترګه ګوري. یو بل راستون شوي جګړه مار عبدالله هم په دې نظر دی افغانستان ته د فاطمیون لوا راستانه شوي غړي ځان خوندي نه ګڼي.

هغه په سوریې کې د افغان جګړه مارانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو کیسې هم وکړې. عبدالله وايي چې هغه لا هم په خوبونو کې جنګونه، وینې او د افغان جګړه مارانو مړي ویني. هغه وايي "ما په خپلو سترګو ولیدل چې پر افغان جګړه مارانو یې ټانګونه وخېژول، داسې ښکارېدل لکه یو انسان چې پر مېږیانو پښې ږدي. د جګړې په میدان کې به هرې خوا ته مړي پراته وو."

راپورونه وايي ایران شاوخوا ۱۵۰۰۰ شیعه افغانان د فاطمیون لوا تر چتر لاندې روزلي او سوریې ته یې د جګړې لپاره استولي دي. په دوی کې یې ډېر داسې دي چې وايي د بېکارۍ له وجهې د فاطیمیون لوا سره یو ځای شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله د سوریې په جنګ کې د فاطمیون لوا شاوخوا ۲۰۰۰ افغان جګړه ماران وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ژوبل دي.

یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې افغانستان ته د دغو جګړه مارانو راستنېدل ښايي د دغه هېواد د امنیت او خلکو لپاره هم ستونزې جوړې کړې. دوی وايي دغو جګړه مارانو ته سخته ده چې په آسانه بېرته عادي ژوند ته مخه کړي او ټولنې کې ګډ شي.

په همدې حال کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د فاطمیون ډلې د ځینو وژل شویو غړو له کورنیو سره لیدلي دي.

نوموړي په مشهد کې په یوې غونډې کې وویل "شهیدان شوي افغان وروڼه تر نورو زیات امتیازات لري، ځکه هغوی په ډېرې بېوزلۍ کې شهیدان شوي دي."

تر دې مخکې د افغانستان د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم دا افغان جګړه ماران ستایلي وو او مننه یې ترې کړې وه چې په سوریه کې جنګېدلي دي. د ښاغلي محقق دغو څرګندونو په افغانستان کې پر هغه یو لړ نیوکې هم راوپارولې.

XS
SM
MD
LG