د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي: د فاطمیون لوا افغان جنګیالیو تر نورو ښه مقاومت کړی


د ایراني تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې د دغه هېواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ايي د فاطمیون ډلې د وژل شوو غړو له کورنیو سره لیدنه کې ویلي، چې د دغه ډلې وژل شوي افغان غړي تر نورو زیات امتیاز لري.

نوموړي په مشهد کې د فاطمیون لوا په لیکو کې د جنګېدونکو افغانانو د کورنیو د غړو سره لیدنه کې دغه څرګندونې کړي دي.

خامنه يي په فاطمیون ډله کې د جنګېدونکو افغانانو رول ستایلی دی او ویلي یې دي " شهیدان شوي افغان وروڼه تر نورو زیات امتیازات لري، ځکه هغوی په په ډېرې بېوزلۍ کې شهیدان شوي دي."

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي همدارنګه زیاته کړې چې په فاطمیون ډله کې د وژل شوو کسانو اجرونه تر خپلو اتباعو کم نه ګڼي.

هغه ویلي چې امریکا په لبنان، سوریې او عراق کې ماتې خوړلې او د دغه ماتې لامل یې هغه کسان بللي چې په دغه جګړه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه ګڼې اندېښنې راپورته شوي دي
په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه ګڼې اندېښنې راپورته شوي دي

خامنه يي ویلي: "هغوی (د فاطمیون لوا وژل شوي کسان) غالباً سرتېري او انګېزه لرونکي ځوانان وه، ما له خپلو افغان وروڼو سره تر انقلاب مخکې له نژدې څخه اړیکې لرلې، د هغوی له روحیې او انګېزې سره بلدتیا لرم، ډېر ګرم، ثابت قدمه او انګېزه لرونکي دي."

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې په فاطمیون ډله کې جنګېدونکو افغانانو له نورو څخه زیات مقاومت کړی دی.

په سوریه کې د شیعه مذهبو د مقدسو اماکینو د دفاع لپاره د فاطمینو لښکر په لیکو کې د افغانانو جنګېدل یوه له جنجاله ډکه مسله ده چې په وار وار یې په اړه په افغانستان کې اندېښنه ښودل شوې ده.

ویل کېږي د ایران سپاه پاسداران ځواکونه له فاطمیون لښکر څخه ملاتړ کوي او د دې نیابتي ځواکونو عمده برخه افغان او پاکستاني شیعه ځوانان دي چې د فاطمیون او «زینبیونو» په نوم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي.

د رپوټونو پر اساس شااوخوا ۵۰ زره افغانانو په سوریه کې د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۷ زېږدیز کال پورې جګړه کړې ده.

سوریه کې د فاطمیون لوا افغان جنګیالي
سوریه کې د فاطمیون لوا افغان جنګیالي

دوه کاله مخکې د شرق په نوم یوې ایرانۍ ورځپاڼې ویلي، و چې د سوریې په جګړه کې له دوو زرو زیات افغان جنګیالي وژل شوي او ۸ زره نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت تر دې مخکې ویلي و، چې د نورو هېوادونو د اهدافو لپاره باید د افغانانو وینه تویه نشي.

XS
SM
MD
LG