د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: د اړتیا په صورت کې به له افغانستان څخه 'د استشهادیانو یو لښکر' د غزې جګړې ته ولاړ شي


د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې د اړتیا پر وخت له افغانستان څخه "د استشهادیانو یو لښکر" کیدای شي د غزې جګړې ته ولاړ شي.

د طالبانو په ګډون، سخت دريځي‌ ډلې د خپلو ځانمرګو بریدګرو بریدونه "د استشهادي بریدونو" په نوم یادوي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د افق په نوم د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: "افغانستان د مقاومت د محور یوه برخه ده او که چیرې ځای او اړتیا وي، نو د استشهادي [ځانمرګو] یو لښکر کیدای شي غزې ته د ملاتړ په موخه ولاړ شي."

د "مقاومت محور" اصطلاح د ایران د حکومت، په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت، په لبنان کې د حزب الله ډلې او په سیمه کې د ایران پلوه ډلو ترمنځ د هغه ایتلاف لپاره کارول کیږي، چې د اسرائیل او لویديځ پر ضد فعال دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د قمي ددغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

قمي دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه د افغانستان د خلکو او یا د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان په اړه خبرې کوي، وویل چې افغانستان له څلویښتو کلونو راهیسې د "اشغال" پر ضد جنګیږي او د نوموړی په وینا، "هیڅوک نه شي کولای چې ووايي، چې دا جګړه یوازې په یوې ډلې او یا یو قوم پورې ځانګړې ده.‌"

قمي په دې مرکه کې ونه ویل، چې "د استشهادیانو یو لښکر" به د چا لخوا او څنګه د غزې د جګړې لپاره تنظیم شي، خو د ایران حکومت په تېرو څو لسیزو کې د ایران او عراق ترمنځ جګړه او د سوریې په جګړه کې، په هغه هیواد کې له میشتو افغان مهاجرینو څخه جنګیالي ګمارلي دي.

دوه ورځې وړاندې د ایران رسنیو راپور ورکړ، چې په سوریې کې د امریکا په بریدونو کې د فاطمیون لوا یو سابقه لرونکی افغان غړی وژل شوی. سپاه پاسدران ته نژدیو رسنیو په خپلو راپورونو کې د وژل شوي کس نوم سید حمزه علوي یاد کړی دی. د ایران د فارس خبري اژنس د خبر په حواله،‌حمزه علوي په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د پروان په ولایت کې زېږېدلی و.

د فاطمیون لوا، چې د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواک تر چتر لاندې فعالیت کوي او لویه برخه یې له بهرنیو جنګیالیو او په ایران کې له میشتو افغانانو څخه جوړه ده، په نږدې تیرې یوې لسیزې کې په سوریې کې د ولسمشر بشارالاسد حکومت څخه د دفاع لپاره جګړې ته استول شوي دي.

د ایران حکومت تل ویلي چې د فاطمیون لوا جنګیالي هغه رضاکاران دي چې د شیعه ګانو د سپیڅلو ځایونو د دفاع لپاره سوریې ته ځي، خو د دې ډلې ځینو جنګیالیو بیا ویلي چې د ایران حکومت دوی ته ددغه کار پر وړاندې د دغه هېواد د تابعیت د ترلاسه کولو او کافي تنخواه ژمنې ورکوي.

د اټکلونو له مخې، د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په لسګونو زره افغانان د فاطمیون لوا په ترکیب کې په سوریه کې جنګېدلي او همدارنګه پدغه جګړه کې یې سلګونه تنه وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG