د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اروپا ته د اقتصادي اړیکو د سمولو خبرداری ورکړی


ایران اروپایي هیوادونو ته خبرادری ورکړی چې تجارتي اړیکې دې ورسره سمې کړي

ایران اروپاېې هیوادونه ته خبردارې ورکړیدی چې د امریکا د بندیزونه پرته هم د ایران سره اقتصادی اړېکې عادي کړي او که داسې یې ونکړو نو نتایجو ته تیار اوسي.

په ایران د امریکا د بندیزونو نه وروسته یو شمیر اروپاېې هیوادونو هم دایران سره اقتصادی اړیکې محدودې کړې دی خو د ایران سره یې د اتومي وسلو په سر شوې موافقه نه ده ختمه کړي.

د رویټرزخبرې اژانس لیکي چې د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف په دولتې ټیلویژن ویلي چې د اتومي موافقې نه پرته په دی پوزیشون کې نه دي چې د ایران په پوځی وړتیاو انتقاد وکړې.

د یادونې وړه ده چې د امریکا جمهور ریس ډونالډ ټرمپ تیرکال د می په میاشت کې د ایران سره په ٢٠١٥ کال کې د شوې اتومې موافقي نه امریکا وویسته او وې ویل چې د پخواني ولسمشر اوبامه په وخت کې د ایران سره لاسلیک شوې دغه موافقه د امریکا په گټه نه وه.

ولسمشر ټرمپ په اروپا هم فشار اچوه چې د ایران سره اړېکې محدودې کړي ځکه ایران د یورانیمو په غني کولو سره د نړیوالو قوانینو نه سر غړونه کوي.

XS
SM
MD
LG