د لاس رسي وړ اتصالات

د ایت الله علي خامنه يي خورزه د 'رژیم ضد څرګندونو له کبله' نیول شوی


فریده مرادخاني
فریده مرادخاني

له ایران څخه راپورونه وايي چې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خورزه فریده مرادخاني د رژیم په ضد څرګندونو له کبله نیول شوې ده.

د فریدې مرادخاني‌ ورور محمد مرادخانې په خپل ټویټر کې دا خبر خپور کړی دی. فریدې مرادخانې په یوې خپرې شوې ویدیو کې د ایران مقامات «قاتلان او د ماشوم قاتل رژیم» یادی کړي وو.

ښاغلي مرادخانې لیکلي دي چې خور یې د چهارشنبې په ورځ څارنوالۍ ته احضار شوې وه او بیا نیول شوې ده. نوموړي په خپل ټویټر کې د خپلې خور د خبرو د ویدو لینګ هم خپور کړی دی. فریده مراد خانې په خپلو خبرو کې د ایران د حکومت له لوري د «خلکو ځپل» او په دې اړه یې د نړیوالې ټولنې کمزوری غبرګون غندلي دي.

هغې ویلي دي: «ازادو خلکو، له موږ سره شئ. خپلو حکومتونو ته ووایاست چې د دغه قاتل او ماشوم-وژونکي رژیم ننګه پرېږدي. دا رژیم د خپل مذهب هېڅ اصل ته قایل نه دی او د خپل واک د ساتلو لپاره له زور څخه پرته بل هېڅ قانون او اصول نه پېژني.»

د فرانسې خبري اژانس وايي چې نوموړي همدغه راز د مظاهره کوونکو د ځپلو له کبله د ځینو هېوادونو له لوري د ایران په حکومت باندې لګول شوي بندیزونه «خندوونکي» بللي او ویلي دي چې «ایرانیان د خپلې ازادۍ په جګړې کې یوازې پرېښودل» شوي.

فریده مراد خانې د خامنه یې د خور بدري لور ده او تر دې دمه په هغې باندې رسمي تورونه لګول شوي نه دي. نوموړې تر دې مخکې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د ایران د شاه محمد رضا پهلوي میرمن فراه دیپا ستایلې وه، د رضا شاه پهلوي نظام د «اسلامي انقلاب» په پایله کې په ۱۹۷۹ کال کې نسکور شو.

فریده مرادخاني‌ داسې مهال نیول کېږي چې په ایران کې د سپتمبر له میاشتې راهېسې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته لویې مظاهرې روانې دي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي‌.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې په ایران کې تر دې دمه ۱۴۰۰۰ مظاهره کوونکي نیول شوي دي. په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغو مظاهرو کې د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۴۱۶ تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG