د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ملګرو ملتونو ته: مجبور شوو د عراق په خاورې برید وکړو


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ایران د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ درېیمه) ملګرو ملتونو ته وویل چې د عراق په خاورې باندې یې له برید کولو پرته بله لار نلرله.

ایراني چارواکي ‌وایي چې د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو په ډلو باندې بریدونه یې «د ځان څخه د دفاع» لپاره کړي دي.

ایران کردي ډلې تورنوي چې په دغه هېواد کې په مظاهرو کې لاس لري، تهران وايي چې په عراق کې ددغو ډلو مرکزونه په میزایلو او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي.

په ایران کې د سپتمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د کردۍ نجلۍ مهسا امیني له مړینې وروسته د حکومت په ضد مظاهرې پیل شوې او لا هم روانې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د امنیت شورا ته په خپل استول شوي لیک کې لیکلي دي: «د عراق د دولت او د دغه هېواد د شمال له مقاماتو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له رایزنۍ [خبرو] وروسته، د ملګرو ملتونو د حقوقو په چوکاټ کې د خپل ملي امنیت د ساتلو لپاره ایران ته د ځان له دفاع پرته بله لار پاتې نه وه، په همدې اساس یې په دې وروستیو کې د عراق په شمال کې د مېشتو تروریستي ډلو په ضد عملیات کړي دي.»

د ایران د دولتي شبکې ارنا د راپور په اساس په دغه لیک کې همدغه راز راغلي دي چې دغو کوچنیو ترهګرو ډلو ایران ته د وسلو انتقال زیات کړی چې هلته خپلې ډلې وسله وال کړې. وايي دا کوچنۍ ډلې د ترهګریزو بریدونو پلانونه لري‌ چې په خبره یې په دې وروستیو کې په ایران کې بشري تلفات هم لیدل کېږي.

د ایران کردي ډلې له ډېر وخت راهېسې د عراق په خودمختاره سیمې کردستان کې مېشتې دي او په تېر کې یې د ایران په ضد وسله وال بریدونه هم کړي دي. ایران دا ډلې په نا امنیو او په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د وروستیو مظاهرو په پارولو تورنې کړې دي.

د ایران حکومت وايي چې د «ترهګریزو جرمونو عاملین» باید په ایران کې محاکمه کړل شي، مرکزونه او کمپونه یې وتړل شي او کردي ډلې دې بې وسلې شي.

راپورونه وايي چې د سپتمبر په میاشت کې هم ایران په کردي ډلو باندې بریدونه کړي وو چې لسګونه تنه یې وژلي وو. خو کردي ډلو تر دې دمه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG