د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دوې خبریالانې د 'دولت ضد تبلیغاتو' له امله تورنې کړې


 نیلوفر حامدي او الهه محمدي، نیول شوي خبریالانې 
 نیلوفر حامدي او الهه محمدي، نیول شوي خبریالانې 

ایران د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتمه (لړم ۱۷) دوه ښځینه خبریالانې د "دولت په ضد تبلیغاتو" تورنې کړې، هغه خبریالانې چې د حکومت ضد سراسري اعتراضونو ته یې خبري پوښښ ورکړی دی.

د ایران قضایه قوې اعلان وکړ چې نیلوفر حامدي او الهه محمدي به "د نظام ضد تبلیغاتو او د ملی امنیت په وړاندې د توطیه له امله په قید کې پاتې شي."

دا دوه ښځینه خبریالانې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې په بند کې دي.

په ایران کې اوه اوونۍ مخکې سراسري اعتراضات وروسته له هغه پیل شول چې د مهسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ نجلۍ د حجاب د نه مراعت کولو په تور د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول او وروسته په قید کې مړه شوه.

میرمن حامدي‌ چې اصلاح غوښتونکي "شرق" ورځپاڼې ته کار کوي، د سپټمبر په ۳۰ نیټه د هغه روغتون له کتلو وروسته ونیول شوه چې میرمن امیني پکې بستري وه.

میرمن محمدي چې د اصلاح غوښتونکي "هم میهن" ورځپانې لپاره کار کوي د سپټمبر په ۲۹ نیټه وروسته له هغه ونیول شوه چې د میرمن امنیتي د جنازې مراسمو ته یې خبري پوښښ ورکاوه.

د ایران حکومت هغو مظاهرو ته چې د مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته پیل شوي په تاوتریخوالو او ځپونکو اقداماتو سره ځواب ویلی دی. د ایران قضایه قوې ویلي دي ددغو اعتراضاتو په جریان کې څه باندې دوه زره کسان تورن شوي چې پنځوس سلنه یې په پلازمینه تهران کې دي.

د خبریالانو د محافظت کمیټې (CPJ) چې په ایران کې د رسنیو د فعالینو نیونې تعقیبوي ویلي دي چې د اکتوبر اتمې نیټې پورې څه باندې ۶۰ خبریالان په ایران کې نیول شوي دي. یو شمیر دغه خبریالان په ضمانت آزاد شوي خو په نومبر میاشت کې هم د خبریالانو نیول کیدو دوام درلود.

یادې کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په ایران کې د خبریالانو د نیول کیدو سرعت په یو لنډ وخت کې په داسې شکل ډیر شوی چې ایران یې د هغو هیوادونو په سر کې راوستی دی چې تر ټولو ډیر زنداني خبریالان لري.

په اعلامیه کې راغلي:"ایراني چارواکي هڅه کوي چې د یوې لحظې لپاره د هغه هیواد تاریخي کړکیچ کم کړي."

امریکا غږ په ملګرو ملتونو کې د ایران له دیپلوماتیک ماموریت سره د ایمیل له لارې تماس ونیو څو په هغه هیواد کې د خبریالانو د نیول کیدو په اړه د ایراني چارواکو نظر واخلي خو یاد ماموریت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د ایران د نظامي مسولینو په ګډون جګپوړو ایراني‌ چارواکو په هغه هیواد کې پراخې مظاهرې پاڅون بللی دی او ویلي دي چې امریکا، انګلیس او اسرائیل یې تر شاه دي هغه تور چې د یادو هیوادونو له خوا رد شوی دی.

XS
SM
MD
LG