د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له عراق سره سرحدونه وتړل او بغداد ته پروازونه بند شول 


په عراق کې له هغه وروسته تاوتریخوالی پیل شو چې مقتدا الصدر اعلان وکړ سیاست پرېږدي
په عراق کې له هغه وروسته تاوتریخوالی پیل شو چې مقتدا الصدر اعلان وکړ سیاست پرېږدي

له هغه وروسته چې تېره ورځ ځواکمن شیعه سیاستوال مقتدا الصدر اعلان وکړ چې له سیاست څخه لاس په سر کېږي، په عراق کې نا امني زیاته شوې ده او په تاوتریخوالي کې شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي‌ دي.

په یو تازه اقدام کې ایران له عراق سره خپل سرحدونه تړلي او پروازونه یې هم دغه هېواد ته بند کړي‌ دي. بغداد ته د نورړ هیوادونو پروازونه هم بند شوي ‌دي.

د عراق پوځ وايي چې د بغداد په دپلوماتیکې سیمې باندې څلور توغندي لګېدلي او د مقتدا الصدر د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

د عراق دولتي‌ تلویزون ویلي دي‌ چې د سرحدونو د تړل کېدو عمده علتونه «نا ارامي او ګرځبندیز» دي. دې تلویزون له ایرانیانو څخه غوښتي ‌دي ‌چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د عراق زیارتونو ته هم سفر بند شوی

د ایران او عراق سرحدونه داسې مهال تړل شوي دي‌ چې میلیونونه ایرانیانو چمتوالی نیولی و چې عراق ته د شیعه ګانو د سپېڅلیو زیارتونو د لیدو لپاره سفرونه وکړي. د کربلا زیارت هم په عراق کې دی چې شیعه ګانو ته ډېر سپېڅلی بلل کېږي‌ او هرکال میلیونونه خلک یې لیدو ته ورځي.

په همدې حال کې کویټ هم له خپلو خلکو غوښتي چې له عراق څخه ژر تر ژره ووځي او په عراق کې د روان تاوتریخوالي‌ له کبله هغه هېواد ته خپل پلان شوي سفرونه وځنډوي. کویټ له عراق سره ۲۵۴ کیلومتر سرحد لري.

د دوبۍ د اماراتو هوايي شرکت هم بغداد ته د سه شنبې په ورځ د کارګو پروازونه بند کړل او ویلي دي‌ چې «وضعیت له نژدې څاري» خو نه یې دي ویلي ‌چې پروازونه به یې بېرته په چهارشنبه پيل شي که نه.

پوځ ګرځبندیز اعلان کړی

له سیاست څخه د مقتدا الصدر د استعفی له اعلان وروسته د هغه پلویانو د حکومت په مقر باندې برید کړی او هلته یې لګول شوي‌ موانع او خنډونه لېرې کړي دي.

ځینو اعتراض کوونکي د مقر مفشنو صالونونو، د ملاقات خونو او نورو مهمو ځایونو ته داخل شوي‌ دي.

د عراق پوځ ګرځبندیز اعلان کړی دی او سرپرست صدراعظم د روان تاوتریخوالي‌ له کبله د پارلمان غونډه ځنډولې ده.

ډاکټران وايي چې ډېر مظاهره چیان په ډزو، اوښلن ګازو او د خلکو په ټیل ماټېل کې ژوبل شوي دي.

امریکا له عراقیانو غوښتي چې له خشونت څخه لاس واخلي او مشکل د خبرو له لارې حل کړي.

د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشیتدپرس څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG