د لاس رسي وړ اتصالات

ایران تائید کړل چې له سعودي عربستان سره یې مخامخ خبرې کړي


ایران د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوایي ۲۰) په ډاګه کړل چې د خپل سیمه ییز سیال سعودي عربستان سره په خبرو بوخت دی او هڅه به وکړي چې خپلمنځي موضوعات حل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خاطبزاده په اونیز خبري کنفرانس کې وویل: «د پارس په خلیج کې د دوو مسلمانو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ هوارول د دواړو هیوادونو او د سیمې په ګټه دي.»

هغه زیاته کړه چې ایران د خبرو نتیجو ته په تمه دی او په وینا یې «دوی د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودو موضوعاتو حل کولو ته ښه راغلاست وایي» او پدې هکله به پوره هڅه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي تېره اونۍ له ایران سره مخامخ خبرې کول تائید کړي وو.

د سعودي د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې د څانګې مشر راید کریمليویلي وو چې د خبرو هدف په سیمه کې د جنجال کمېدل دي.

د سعودي دې چارواکي د خبرو نور جزیات ندي ورکړي خو ویلي یې دي چې د خبرو د نتیجې په هکله قضاوت د وخت نه مخکې خبره ده.

د سعودي او ایران تر منځ چې په سیمه کې د یو بل سر سخت رقیبان بلل کیږي، د مخامخ خبرو په هکله خبر تېره میاشت د عراق یو چارواکي ورکړ.

ویل کیږي چې د خبرو لپاره زمینه د عراق صدراعظم مصطفی الخادمي برابره کړې وه چې هدف یې د ریاض او تهران تر منځ د اړیکو اعاده کول دي.

سعودي عربستان کې چې اکثریت یې سنیان او ایران چې اکثریت یې شعیه ګان دي، تقریباً د پنځو کالونو راپدیخوا د یو بل سره سیاسي اړیکې نلري. سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته تر هغه د ایران سره دپلوماتیکي اړیکې پرې کړې چې ایراني مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي په سیاسي نماینده ګۍ یرغل وکړ.

تېره میاشت منابعو د رویترز اژانس ته ویلي وو چې تهران ژمنه کړې چې د خپل نفوذ نه په استفادې به د یمن حوثي یاغیان پر سعودي عربستان باندې له بریدونو منع کړي. په بدل کې به ریاض د ځواکمنو غربي هیوادونو سره د ایران د اټومي تړون ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG