د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې خلکو الکول څښلي چې په کرونا اخته نشي، ۶۰۰ تنه مړه شوي


په ایرن کې د کروناویروس د خپریدو او ددې ویروس د مخنیوي لپاره د الکولو د څښلو د ګټې په اړه د آوازو وروسته تر اوسه ۶۰۰ کسان په الکولو باندې د مسمم کیدو له کبله مړه شوي دي.

د ایران د قضایي قوی ویاند غلام‌حسین اسماعیلی، د سه شنبې په ورځ اپریل اومه (وري ۱۹) د الکولو د څښاک له کبله د مړه شویو کسان شمېر "له حده لوړې" وبللې او وویل چې د ۶۰۰ تنو د مړینې سربیره په ټول هیواد کې څه دپاسه ۳۰۰۰ کسان په الکولو مسمم شوي هم دي.

هغه همداشان وویل چې یو شمیر کسان د غیر معیاري الکولو د تولیدولو په تړاو نیول شوي دي.

په ایران کې په الکولو باندې تسمم کیدل وروسته له هغه زیات شول چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د الکولو د مثبت اغیز په اړه آوازې خپرې شوې.

ایراني مقاماتو ویلي چې یو شمیر خلکو په میتانول الکولو (صنعتي الکول) کې د کیمیاوي موادو په ګډولو سره هغه د الکولي شرابو په نوم خرڅ کړي دي.

میتانول یا میتایل الکول په صنعت کې کارول کیږي او څښل یې ځیګر خرابوي چې د ړندیدو او مړینې سبب کیږي.

روغتیایي متخصصینو ویلي چې د شرابو څښل د کروناویروس په مخنیوي کې هیڅ ډول تاثیر نلري.

XS
SM
MD
LG