د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا افغانستان کې ۱۴تنه مړه کړي ۴۲۳ پرې اخته شوي


له یادې ناروغۍ څخه ۲۰تنه بېرته روغ شوي
له یادې ناروغۍ څخه ۲۰تنه بېرته روغ شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل او هرات په ګډون پنځو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۵۶ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت وايي چې د یادو پېښو څخه ۲۷ یې هرات، ۱۲ کابل، ۱۰ کندهار، ۵ بلخ او ۲ هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د یادو تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ تنه ورسېد چې د روغتیا وزارت د مسؤلینو په وینا یوازې ۹ تنه یې ایران ته د تګ تاریچه لري او پاتې ټول کسان په هیواد کې دننه په دغه ویروس اخته شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت معین ډاکټر فدا محمد پیکان نن سې شنبې اپرېل ۷ (وري ۱۹) خبریالانو ته وویل چې تر دا مهاله د یاد ویروس له امله ۱۴ تنه مړه شوي او ۲۰تنه نور ورڅخه روغ شوي دي.

ښاغلي پیکان زیاته کړه چې تر دا مهاله یوازې په کابل کې ۷۳ تنه په دغه ویروس اخته شوي چې پنځه تنه یې روغتونونو کې بستر دي او پاتې یې روغتون ته مراجعه نه کوي.

هغه وویل چې یاده سرغړونه په ټولنه کې د کرونا ویروس پراخېدو زمینه برابره وي چې باید یاد کسان روغتونونو کې بستر شي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې تر سهار اپریل ۷ (وري ۱۹) پورې ۷۴۸۰۸ کسان مړه کړي او تر یو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG