د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د سلمان رشدي د قتل په دسیسه کې لاس درلودل رد کړل 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

د ایران حکومت د دوشنبې په ورځ اګسټ ۱۵ (زمري ۲۴) پر سلمان رشدي باندې د برید کوونکي سره د هر ډول اړیکو لرل رد کړل او پړه یې پخپله پر دغه لیکوال واچوله چې په خپل ناول کې یې اسلام ته «سپکاوی» کړی دی.

د تیرې جمعې په ورځ اګسټ ۱۲ (زمري ۲۱) د نیویارک په ایالت کې د یوې ادبي غونډې پر مهال د متار په نامه یو ۲۴ کلن برید کوونکی، چې د امریکا د نیو جرسي ایالت اوسیدونکی دی، سلمان رشدي په چړې او سوکانو وواهه او سخت یې ټپي کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د جمعې د ورځې د برید په اړه د تهران د لومړني رسمي غبرګون په ترڅ کې وویل: "مونږ په کلکه له دې برید سره هر ډول تړاو ردوو او هیڅوک حق نه لري چې د ایران پر اسلامي جمهوریت تورونه ولګوي."

هغه په تهران کې په خپل اونيز خبري کنفرانس کې وويل: "په دې بريد کې مونږ له سلمان رشدي او د هغه له پلويانو پرته بل څوک د ملامتۍ او غندنې وړ نه ګڼو." هغه زیاته کړه چې: "د اسلام مقدساتو ته په سپکاوي او د څه دپاسه یو نیم میلیارد مسلمانانو او د الهي دینونو د ټولو پیروانو له سرې کرښې په تیریدو سره، سلمان رشدي ځان د خلکو د قهر او غصې سره مخامخ کړ."

۷۵ کلن رشدي له ټپي کیدو وروسته روغتون ته انتقال او ورته مصنوعي ساه ورکول شوه. د هغه د یو اجنټ اندریو ویلي، په وینا د یکشنبې په ورځ هغه ته مصنوعي ساه ورکول بند شول او "هغه اوس په ښه کیدو کې دی".

رشدي په ۱۹۸۹ کال کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني د فتوا وروسته ۳۰ کاله پټ ژوند کاوه. د ایران مړ شوي مذهبي مشر خمیني د سلمان رشدي د وژلو فتوا د هغه د «ایات شیطاني» د جنجالي کتاب له خپرېدو وروسته صادره کړې وه.

د ایت الله خمیني د فتوا په نتیجه کې د ایران اسلامي جمهوریت هر هغه چا ته چې رشدي ووژني څه دپاسه درې میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

د ۱۳۹۱ کال په وږي میاشت کې د ایران یو نیمه رسمي مذهبي بنسټ «بنیاد ۱۵ خرداد» د رشدي د قتل جایزه ۵۰۰ زره ډالره لوړه کړه. رشدي هغه وویل چې دغې جایزې ته د خلکو د لیوالتیا په اړه «هیڅ مدرک» نشته.

پر رشدي بریدکوونکی متار د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شو او د ولسوالۍ څارنوال پرې د دویمې درجې قتل د هڅې کولو او دویمې درجې برید کولو تورونه ولګول. څارنوال همدارنګه ویلي چې د نیو جرسي ایالت په ګډون فدرالي اوایالتي امنیتي ادارې د برید کولو څخه وړاندې د چمتووالي او پلان جوړوونې په هکله معلومات راټولوي او معلومه به شي چې آیا په برید کوونکي نور تورونه هم ولګول شي که نه.

پولیسو همدارنګه ویلي تر اوسه یې په رشدي د برید کولو انګیزه نده معلومه کړې.

د برید کوونکي د ټولنیزو شبکو د حسابونو څخه په لومړنیو ارزیابیو کې داسې څرګنده شوې چې هغه د شعیه سخت دریځي او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره خواخوږي درلوده خو په امریکایي مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه کومه دقیقه اړیکه نده موندل شوې.

د ایران سخت دریځه محافظه کارې ورځپاڼې کیهان د تیرې شنبې په ورځ د هغه شخص ستاینه وکړه چې دغه بریتانوی لیکوال یې په چړې وواهه.

د ایراني ورځپاڼې په مقاله کې لیکل شوي: "آفرین په دې زړور او وظیفه شناس شخص چې په نیویارک کې یې پر مرتد برید وکړ او سلمان رشدي یې تباه کړ". ددې ورځپاڼې مشر د ایران د اوسني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای لخوا ټاکل شوی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ د ایران دولتي رسنۍ وغندلې چې پر دې برید یې "خوښۍ" څرکندې کړي او وویل چې دا برید "د کرکې وړ" دی.

XS
SM
MD
LG