د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اتومي بټۍ ته نژدې زلزله شوې


لا په دغې زلزلې کې د تلفاتو او ورانیو راپورونه ورکړل شوي‌نه دي
لا په دغې زلزلې کې د تلفاتو او ورانیو راپورونه ورکړل شوي‌نه دي

د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري۲۹) د ایران په جنوبي‌ ولایت بوشهر کې زلزله شوې ده.

په دغه ولایت کې د ایران یوه اتومي بټۍ هم شته. د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۵.۹ ښودل شوې ده.

د ایران دولتي‌ تلویزون دا خبر خپور کړی دی خو د تلفاتو او ورانیو په اړه یې څه نه دي ویلي.

یو دولتي چارواکي‌ رویټرز اژانس ته ویلي‌ دي چې په دغې زلزلې کې ځاني‌ او مالي تلفات نشته.

دولتي‌ تلویزون ويلي‌ دي: «نن (یکشنبه) سهار د ګناوه بندر کې زلزله وشوه. د ورانیو په اړه لا راپور نشته.»

سیمې ته د ژغورنې ډله استول شوې ده. په ایران کې وخت ناوخت زلزله کیږي.

په ۲۰۰۳ کې د ایران د کرمان په ایالت کې د یوې زلزلې په نتیجه کې شاوخوا ۳۱۰۰۰ کسان مړه شول او د بم لرغونی ښار یې له خاورو سره خاورې کړ.

د ایران اتومي بټۍ ته نژدې داسې مهال د زلزلې خبرونه خپریږي چې تېره اونۍ د ایران د نطنز د اتومي بټۍ کې یوه پېښه (چاودنه) وشوه.

ایراني‌چارواکي وايي‌ چې په دغې پېښې کې اسرائیل لاس لري،‌ خو اسرائیل لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

ایراني‌ چارواکو وویل چې په پېښې کې تورن کس له ایران څخه تښتېدلی دی. په دغې بټۍ کې د ورانیو په اړه لا هم جزیات خپاره شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG