ایران دا مهال له اقتصادي، سیاسي او نورو ستونزو او فشارونو سره مخامخ دی او په دې لړ کې د دغه هېواد د کرنسیو ارزښت د خپل تاریخ تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی دی.
د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو ډالر تقریبآ له ۱۶۰زره تومان سره تبادله کېږي، چې دا په تاریخي لحاظ د ډالرو په مقابل کې د ایراني تومنو د بیو تر ټولو ټېټه اندازه ده.
په همدې حال کې په ایران کې د بانک نوټونو د کموالي راپورونه هم ورکړل شوي. د امریکا غږ فارسي څانګه وايي چې بانکونه په غیر رسمي توګه یو کس ته د دریو او پنځو میلیون تومانو څخه د ډېرو پېسو د اېستلو اجازه نه ورکوي.
شننونکي وايي چې سږکال په ایران کې په بانکي سیستمونو باندې د خلکو د باور کچه ۲۳سلنه نوره هم ټېټه شوې ده او هڅه کوي خپلې شتمنۍ خوندي کړي.
د سرو زرو په بازارونو کې هم پام وړ تغیرات لیدل کېږي او د سرو زرو ۱۸- قیراطه په څه باندې ۲۰.۲ میلیون تومانو پلورل کېږي، چې بېساري بلل کېږي.
بل لوري ته، په ایران کې د اعدامونو لړۍ هم روانه ده. دولتي رسنیو د پنجشنبې په سهار راپور ورکړ چې حمیدزاده ثابت اسماعیلپور، چې تېرکال «اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی» و، په دار ځړول شوی دی.
د بشري حقونو خپلواکې ډلې وايي چې د هغه محکمه یوه طرفه وه او حقوقي خدمتونو ته یې لاسرسی نه لره.
د ایران رژیم د ډسمبر په میاشت کې د عاقل کشاورز په نوم یو بل کس هم اعدام کړی و، عاقل کشاورز د یو پوځي تاریخي ځای د تصویر د اخیستو له کبله نیول شوی و، خو بیا د جاسوسۍ په تور اعدام شو.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د سیاسي مخالفینو د ځپلو په ضد تهران ته خبرداری ورکړی.
ولسمشر ټرمپ په ایران کې د رژیم په ضد د روانو مظاهرو په ترڅ کې د دغه هېواد اسلامپاله واکمنانو ته خبردار ورکړی که د مظاهره چیانو د اعدامونو لړۍ ونه دروي، متحده ایالتونه به یې په ضد قوي اقدمات وکړي.
په یو بل سمبولیک اقدام کې د ایران ځینو مخکښو څېرو، چې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي او مشهور فلم جوړونکی جعفر پناهي هم په کې دي، په یو ګډ بیان کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي غندلی دی.
په دغه بیان کې د مظاهره چیانو ځپل او روغتونو او درملنې ته د زخمیانو نه پرېښودل د «بشریت په ضد سیستماتیک جرم» بلل شوی دی.
په بیان کې ویل شوي دي چې«د ایران د نجات په مخکې لوی خنډ په خپله خامنه يي دی،» او هر څومره چې دا اوسنی رژیم په واک کې پاتې کېږي، ایران د اجتماعي سقوط او جګړې ته نژدې کېږي.
په ایران کې له څو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي، د دغو مظاهرو لوی علت په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې بلل کېږي. مظاهره کوونکي د ایران د اسلامپاله رژیم نسکورېدل غواړي.
راپورونه وايي چې د ایراني رژیم په لاس زرګونه کسان وژل شوي دي، ولسمشر ټرمپ په وار وار ایراني واکمنانو ته خبرداری ورکړی، که د مظاهره چیانو وژل او اعدام کول بند نه کړي، امریکا به یې په ضد پوځي اقدامات وکړي. په همدې حال کې متحدو ایالتونو په منځني ختیځ کې ایران ته نژدې، د جنګي بېړیوه «یوه لویه ډله» استولې ده.
فورم \ دبحث خونه