د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په دمشق کې نوې قونسلګرۍ پرانیسته؛ پخوانۍ یې د اسرائیل په برید کې ړنګه شوه


یوه اوونۍ وروسته تر دې چې د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ د اسرائیل په هوایي برید کې په بشپړه توګه ړنګه شوه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر دوشنبه اپریل اتمه (وري ۲۰) پخوانۍ ودانۍ سره نږدې نوې قونسلګري پرانیسته.

د سوریې دولتي خبري اژنس، سانا ویلي چې حسین امیر عبداللهیان سره د قونسلګرۍ د پرانیستو په مراسمو کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد هم برخه درلوده چې د مراسمو وړاندې یې رسمي ملاقات هم درلود.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې د ایران نوې قونسلګري یې لیدلي، وایي چې د پخوانۍ قونسلګرۍ څخه ډیره لیرې نده چې تیره دوشنبه د اسرائیل په هوایي برید کې ړنګه شوه.

نوې قونسلګرۍ د دمشق المزه سیمه کې ده چې د بهرنیو هیوادنو سفارتونه او د ملګرو ملتونو ادارې هم پکې پرتې دي.

ټاکل شوې چې د ایران تر ټولو جګپوړی دیپلومات د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد سره هم وګوري او د الوطن ورځپاڼې چې د حکومت په پلوۍ لیکنې کوي، ویلي چې ښاغلي اسد او ښاغلی عبداللهیان به د اسرائیل هوایي برید په عواقبو وغږیږي.

د اسرائیل په هوایي برید کې د سپاه پاسداران غړي ووژل شول چې دوه یې جګپوړي جنرالان و.

تهران ژمنه کړې چې ددې برید غچ به اخلي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیره اوونۍ عمان ته هم تللی و چې د ایران او غربي هیوادونو تر منځ د منځګړي هیواد نقش لري. د عمان د بهرنیو چارو وزیر د جنجال کمیدو غوښتنه کړې.

سوریې او ایران دواړو د برید ملامتي په اسرائیل اچولې خو پخپله اسرائیل بیا تر اوسه پدې برید تبصره نده کړې.

د ایران پوځ د جمعې په ورځ اپریل پنځمه د خپلو اوو وژل شویو نظامي افسرانو د جنازې په مراسمو کې یو ځل بیا ژمنه وکړله چې اسرائیل ته به په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د برید په خاطر سزا ورکوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو لوی درستیز، تورنجنرال حسین سلامي د جنازې په مراسمو کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د "دښمن هیڅ کړنه به بې ځوابه پاتې نشي" او زیاته یې کړه چې "زمونږ زړه ور سړي به سیهونیستي رژیم ته سزا ورکړي".

په عین حال کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پخواني قوماندان محسن رضایي ویلي چې د اسرائیل پر ضد د غچ اخیستنې پریکړه شوې او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې دا پریکړه به "یقیناً عملي شي".

تر اوسه نده معلومه چې د اسرائیل دې برید ته به ایران څه ډول ځواب ووایي او آیا په منځني ختیځ کې کې به یو ځل بیا په امریکایي ځواکونو او اهدافو هغه شان بریدونه ډیر شي لکه د تیر کال اکټوبر میاشتې اوومې نیټې وروسته چې د حماس – اسرائیل جګړه پیل شوه.

اکثریت دا بریدونه هغه ملیشو کول چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

سره لدې چې د متحده ایالاتو حکومت ویلي د اسرائیل دې برید کې هیڅ ډول لاس نلري او اسرائیل د برید وړاندې احوال هم ندی ورکړی خو امریکايي سرچینو ویلي چې متحده ایالات تیار سی او د ایران د احتمالي برید ځواب ته چمتو دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG