د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه یوځل بیا د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستان څخه د هغو افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې چې افغانستان ته د ستنیدو په صورت کې کیدای شي ژوند یې د ګواښونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د خوندیوب د چارو مرستیالې جیلیان ټریګز د پنجشنبې په ورځ نومبر نهم (لړم ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه په خپله پاڼه د پاکستان څخه غوښتي چې له دغه هیواد څخه دې د افغانانو د جبري شړلو بهیر لغوه کړي.

میرمن ټریګز ویلي: "مونږ لاهم د پاکستان څخه د هغو افغانانو په اړه چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دغه هیواد ته یې پناه وړې او له دغه هیواد څخه د جبري ستنولو په صورت کې کیدای شي ژوند یې د ګواښ سره مخ شي د هغوی وضعیت ته د کتنې پرته له پاکستان څخه د افغانانو د خوندیتوب غوښتنه کوو."

د ملګرو ملتونو ددغې چارواکې د غوښتنې دمخه د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د مشر فلیپو ګراندې په ګډون د نړیوالې ټولنې یو زیات شمیر مشرانو او چارواکو هم له پاکستان څخه ورته غوښتني کړي دي.

فلیپو ګراندې د نومبر شپږم (لړم ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانستان کې روان بشري بحران ته په کتنې ویلي وو چې راروان ژمی به دا بحران لا پسې پراخه کړي.

ښاغلي ګراندې ویلي: "له پاکستان څخه په جبري ډول په ډیر زیات شمیر د افغانانو شړل هغوی د کړاونو او ګواښونو سره مخ کوي. راروان ژمی د رارسیدو په ګډون افغانستان له وړاندې په بشري بحران کې ګیر شوی دی. زه پر پاکستان باندې غږ کوم چې زیانمنو افغانانو ته دې د خوندیتوب په برابرولو د خپل اوږده کوربتوب رسم ته دوام ورکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د زیامنوونکو کډوالو د ساتنې په برخه کې په خپلو ژمنو باندې ټینګ ولاړ دی.

د پاکستان حکومت ویلي چې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې به چې د نړیوالو معیارونو سره هم سم دي په دغه هیواد کې ۱.۷ میلیونه قانوني اسناد نلرونکي کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي، وباسي.

د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ ورځې پورې پخپله خوښه له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو لپاره د ټاکلې مهلت د پوره کیدو وروسته ددغه هیواد د پایتخت اسلام اباد په ګډون په اکثرو ښارونو کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سپټمبر د میاشتې له نیمايي څخه راوروسته له ۳۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې راهیسې هره ورځ د ۲۰ او ۲۱ زرو ترمنځ افغان کډوال د پاکستان څخه د چمن – سپین بولدک او تورخم له لارو خپل وطن ته ستنیږي، چې تر ۶۰ فیصده یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو د نومبر اوم ( لړم ۱۶) په یو راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي په زرګونو افغان کډوال د سرپناه، خوړو او د څښلو د اوبو دستونزو سره مخ دي.

پاکستان ویلي دي چې په دې هیواد کې د بریدونو د چټک زیاتوالي وروسته چې حکومت یې پړه پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي، د دې هېواد د "سوکالۍ او امنیت" د ساتلو لپاره د غیرقانوني کډوالو ایستل پیل کړي دي.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا چې پاکستاني اورپکي په افغانستان کې پناه ځایونه لري، په وار وار رد کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغه هیواد څخه په سلګونو زره افغانان وتلي او د ایران او پاکستان په ګډون یې د سیمې هیوادونو ته کډه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې په دغو تیرو دوو کلنو کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغانان دغه هیواد ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۵ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG