د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: ایران کردی سیاسي بندي اعدام کړی


د بشري حقونو ډلې وایي چې محی الدین ابراهیمي د ارومیه په زندان کې د جمعې په ورځ تر لمر خاته وړاندې په دار وځړول شو.
د بشري حقونو ډلې وایي چې محی الدین ابراهیمي د ارومیه په زندان کې د جمعې په ورځ تر لمر خاته وړاندې په دار وځړول شو.

د بشري حقونو ډلې وایي په ایران کې جمعه مارچ ۱۷ (کب ۲۶) حکومت یو تن اعدام کړ چې فعالین یې کردی سیاسي مبارز بولي. پدې سره یو ځل بیا پدې هیواد کې د اعدامونو د ډیروالي په هکله د خلکو سره اندیښنې پیدا شوي.

د ایران د بشري حقونو ډلې چې مرکز یې په ناروې کې دی او د Hengaw ادارې چې دواړه یې په ایران کې بشري وضعیت څاري په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې ۴۳ کلن محی الدین ابراهیمي د جمعې په ورځ تر لمر خاته وړاندې د ارومیه په زندان کې په دار وځړول شو چې د ایران په شمال لویدیځ کې پروت دی.

د بشري حقونو ډلو همدرانګه ویلي چې پدې زندان کې ۵ تنه نور هم چې د مخدره موادو په قضیو کې نیول شوي و، اعدام شویدي.

ابراهیمي په ۲۰۱۷ کال کې د یوې نښتې پر مهال په پښه ټپي شو او ونیول شو. هغه تر نیول کیدو یو کال وروسته په زندان کې په مرګ محکوم شو.

په ابراهیمي تور دی چې د ایران د کردستان دموکراتیک ګوند سره لاس لري – هغه ډله چې په ایران کې یې په فعالیت بندیز دی او په کرد میشتې سیمې کې د خپلواکۍ لپاره د کلونو راپدیخوا وسله واله مبارزه کوي.

ابراهیمي د وسله وال بغاوت په تور مجرم وپیژندل شو او د مرګ په سزا محکوم شو. خو ښاغلي ابراهیمي دا تورونه رد کړیدي.

د بشري حقونو ډلې بیا وایي چې محی الدین ابراهیمي د کښتیو په بندر کې کار کاوه او د عراق څخه یې مالونه ایران ته وړل.

بشري حقونو همدارنګه ښاغلی محی الدین سیاسي بندي بللی او دا یې هم ویلي چې په زندان کې ترې په زور اعتراف اخیستل شوی.

په عین حال کې د بښنې نړیوالې ادارې د محی الدین ابراهیمي اعدام کیدل غندلي او ویلي دي چې دا اعدام د "غیر عادلانه محاکمې او د شکنجې لاندې اعتراف" له مخې شوی.

دې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي څخه غوښتي چې "د اعدام سزا څخه د سیاسي ځپلو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستل دې بند کړي او هم دې د اعدامونو د بندولو لپاره مهلت وټاکي".

د ابراهیمي د اعدام کیدو په هکله وروسته تر هغه اندیښنې پیدا شوې چې کورنۍ ته یې د ملاقات اجازه ورکړل شوه او هغه د زندان کوټه قلفي برخې ته ولیږدول شو.

د ایران د بشري حقونو ډلې همدارنګه ویلي چې د ارومیه زندان مخې ته د ښاغلي ابراهیمي د کورنۍ غړیو مظاهره هم کړې او چارواکو د هغه زوی نیولی دی.

محی الدین ابراهیمي تر اعدام کیدو وړاندې د بشري حقونو ډلو څخه په یو لیک کې غوښتي و چې د هغه ژوند دې وژغوري او لګول شوي تورونه یې "غلط او په درواغو جوړ شوي" بللي و.

XS
SM
MD
LG