د لاس رسي وړ اتصالات

د خامنه يي د زندانیانو د بخښنې فرمان ریاکارانه او تبلیغاتي دی- د ایران بشري حقونه 


ایران کې په مظاهرو کې زرګونه کسان نیول شوي
ایران کې په مظاهرو کې زرګونه کسان نیول شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې د «۱۰زره زندانیانو د پرېښودو» په اړه د دغه هېواد د قضايي ځواک وړاندیز او د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي توافق «ریاکارانه او تبلیغاتي» دي.

د ایران دولتي اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې خامنه يي د «اسلامي انقلاب د بري د ۴۴مې کلیزې په مناسبت د ۱۰زره» زندانیانو د پرېښودو او سزا د کمېدو سره موافقه کړې ده.

وايي په دوی کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي ‌چې په دې وروستیو کې یې د ایران د حکومت په ضد مظاهرې کړې وې.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډله وایي چې مظاهرې د خلکو مدني حق دی او د ایران حکومت باید ټول نیول شوي معترضین سمدستې خوشې کړي.

د ایران د قضايي قوې مرستیال صادق رحیمي ویلي دي‌ هغه کسان چې په ایران کې په وروستیو مظاهرو کې لاس لري او د بخښنې په دغه فرمان کې راتلای شي، باید لیکلي ورکړي ‌او په خپلې کړنې پښیماني څرګنده کړي او که داسې ونکړي، د هغه په وینا نه بخښل کېږي.

د ایران د بشري حقونو ډلې په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د مظاهره کوونکو د ځپنې امران او عاملان دې باید محاکمه شي.

د ایران قضايي قوې د دغو ۱۰زره کسانو د بخښنې په فرمان کې د تورونو یو اوږد لست هم خپور کړی چې په اساس یې دا کسان د بخښلو نه بلل کېږي.

د ایران دولتي ‌اژانس وايي هغه کسان چې «په ځمکه کې د فساد، جګړې، پردیو ته په جاسوسۍ، بهرنیو اطلاعاتي څانګو سره په مستقیمو اړیکو، د دولتي،‌ پوځي او عامه تاسیساتو په تخریبو او سوځولو» او دا ډول نورو کارونو تورن بندیان دي، نه بخښل کېږي. نیول شوي معترضین او زندانیان دا تورونه نه مني.

د بشري حقونو د فعالانو ډله وايي چې په ایران کې د تېرکال په سپتمبر کې د حکومت په ضد د مظاهرو له پیل راهېسې نژدې ۲۰۰۰ متعرضین نیول شوي دي. د ایران حکومت د نیول شویو کسانو رسمي ارقام خپاره کړي نه دي. دبشري حقونو د دغې ډلې د اټکل له مخې په ټول ایران کې په دغو اعتراضونو کې ۵۲۷ کسان وژل شوي چې ۱۷ ماشومان او ځلمیان دي.

د مهسا امیني په نوم یوه ښځه د «حجاب نه مراعت» کولو په تور له نیول کېدو وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه او خلکو د هغه د مرګ د غندنې او د ایران د حکومت په ضد مظاهرې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG