د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې ښځینه مخکښو سیاسي بندیانو د مظاهره کوونکو د اعدامونو بندېدو غوښتنه وکړه 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ایران کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر د لور او فرانسوۍ-ایرانۍ علمي څېرې په ګډون ۳۰ ښځینه سیاسي بندیانو د ایراني مظاهره کوونکو د اعدامونو د بندولو غوښتنه کړې ده.

دوی نن یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) په یو غوښتنلیک کې،‌ چې ټولو امضای کړی، لیکلي دي: «موږ د ایران د ایوین زندان د ښځو په څانګې کې سیاسي او فکري زندانیانې د مظاهره کوونکو د اعدامونو او د هغوی د ناعادلانه زنداني کولو بندېدل غواړو.»

دغو سیاسي بندیانو همدغه راز ویلي دي چې دوی ټولو ته په ګډه د ناعادلانه او غیر شفاف قضايي بهیر په ترڅ کې د ۱۲۴ کالونو بند سزا ورکړل شوې چې دا موده د یو انسان څو نسلونه کېږي.

د دوی په غوښتنلیک کې همدغه راز لیکل شوي‌ دي چې په خپلو کې سره سیاسي او مذهبي توپیرونه لري، مګر « راټول شوي یو چې اعدام ته 'نه' ووایو. موږ په عدالت کې د ژوند کولو لپاره د خلکو د حق دفاع کوو.»

فرانس پرس اژانس وايي چې دا عریضه ځینو مخورو څېرو هم لاسلیک کړې ده، چې فرانسوۍ-ایرانۍ علمي څېره فریبا عادلخوا هم په کې شامله ده. هغه د ۲۰۱۹ د جون په میاشت کې ونیول شوه او د ایران د ملي امنیت د کمزوري کولو په تور په پنځو کالونو بند محکومه شوه. د هغې کورنۍ دا تورونه ردوي.

همدغه راز د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور او د ایران د پارلمان پخوانۍ غړې فایزه هاشمي هم دا غوښتلنیک لاسلیک کړی دی. فایزه په جنوري کې د ایران د امنیت په ضد همکارۍ له کبله ونیول شوه او په پنځو کالونو بند محکومه شوه.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د پروګرام پخوانۍ استازې نیلوفر بیاني،‌ چې په ۲۰۲۰ کې د ایران د «غلیم امریکا حکومت سره د دسېسې د جوړولو په تور» نیول شوې او په لسو کالونو بند محکومه شوې، هم دا عریضه لاسلیک کړې ده.

په ایران کې د تېرکال د سپتمبر په میاشت کې د اخلاقي‌ پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته مظاهرې پیل شوې دي. مهسا امیني د «حجاب نه لرلو په تور نیول شوې» وه، مظاهره کوونکي «ډوډۍ، کار او ازادي» غواړي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو یوه ډله وايي چې په دغو مظاهرو کې تر دې دمه ۴۸۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۹ نور کسان د اعدام له سزا سره مخامخ دي. د ایران حکومت تر دې دمه څلور تنه په مظاهرو کې د ګډون او فعالیت له کبله اعدام کړي دي.

XS
SM
MD
LG