د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې ته د ایران د سپاه پاسداران د مشر خبرداری


د ایران د سپاه پاسداران مشر جنرال حسین سلامي
د ایران د سپاه پاسداران مشر جنرال حسین سلامي

وروسته له هغه چې د اروپايي ټولنې پارلمان ددې ټولنې د ترهګرو سازمانونو په لست کې د ایران د سپاه پاسداران د شاملولو رایه ورکړه، د ایران سپاه پاسداران د شنبې په ورځ جنوري ۲۱ (سلواغې اول) خبرداری ورکړ چې د اروپایي ټولنې دا اقدام به یوه «تیروتنه» وي.

د ایران د سپاه پاسداران د ویبپانې له مخې، د سپاه پاسداران مشر جنرال حسین سلامي ویلي:"که اروپایان کومه تیروتنه وکړي، عواقب یې باید ومني."

دغه جګپوړي نظامي ایراني ویلي اروپایي ټولنه فکر کوي چې په دې ډول بیانونو سره به دغه ستر پوځ ته ټکان ورکړي:" موږ هیڅ وخت په دې ډول خبرداریو او یا هم د هغوی په اقداماتو نه اندیښمن کیږو ځکه په هره اندازه چې زموږ دښمن موږ ته د اقدام چانس راکوي، موږ قوي اقدام کوو."

د اروپایي ټولنې د پارلمان غړو د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ د یادې ټولنې د ترهګرو په لست کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې شاملیدو ته رایه ورکړه. یاده ټولنه ددې اقدام عمده هدف د یادو ځواکونو ترهګریز فعالیتونه، د مظاهره کوونکو ځپل او روسیې ته د ډرون الوتکو ورکول بولي.

دا رایه که څه هم الزامي نده خو په داسې حال کې ترسره کیږي چې ټاکل شوېده د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ پر ایران د بندیزونو په زیاتیدو بحث وکړي.

د ایران سپاه پاسداران همدارنګه د نیمه نظامي بسیج ځواکونو مشري هم کوي کوم چې په هغه هیواد کې د تیر کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د پیل شویو مظاهرو په وړاندې ګمارل شوي دي.

ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د محسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه پیغله د بې حجابۍ په تور د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه خو بیا په زندان کې مړه شوه.

په ایران کې چارواکي ‌وایي ددې مظاهرو په جریان کې د امنیتي ځواکونو په ګډون په سل ګونه کسان وژل شوي او په زرګونه نور د نارامیو په توګه نیول شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونه په ۱۹۷۹ کل کې د اسلامي انقلاب وروسته سمدستي رامنځ ته شو او د هغه هیواد مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ایي ته ځواب ویونکی دی چې پوځیان، هوایي او بحري قواوي لري.

متحدو ایالتونو هم د ایران سپاه پاسداران او ددغو ځواکونو قدس څانګه چې بهرني عملیات هم کوي، د ترهګرو سازمانونو په لست کې راوستلي دي.

XS
SM
MD
LG