د لاس رسي وړ اتصالات

د انټرنېټ څارونکي بنسټونه: د ایران رژیم د انترنت بندیز دولسمې ورځې ته غځولی


د انټرنېټ څارونکي بنسټونه وایي د ایران رژیم پر انترنت باندې خپل بندیز دولسمې ورځې ته غځولی، خو په ځینو ټاکلو پلاتفورمونو کې کم شمیر کسان معلوماتو ته د لاسرسي اجازه لري. په دې هکله نور جزئیات په دې راپور کې واورئ.

پداسې حال کې چې د ایران اسلامي رژیم د څو اوونیو راهیسې د مخالفت نه ډک د خلکو د روان پاڅون د ځپلو په لړ کې د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ بندیز دولسمې ورځې ته غځولی، په ورته وخت کې دې رژیم داسې ګامونه هم اخیستي چې په ځینو ټاکلو پلاتفورمونو کې ډېر لږ شمیر کسانو ته د انټرنېټ د کارونې اجازه ورکړې ده.

په لندن کې مېشت د انټرنېټ د څار ډلې «نېټ بلاکس» د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوست کې وویل چې دا بندیز، چې د جنورۍ په ۸مه پیل شوی و، د نن سې شنبې تر ورځې پورې لا هم پر ځای ساتل شوی او له ۲۸۰ ساعتونو څخه یې زیات وخت نیولی دی.

نېټ بلاکس وویل: «له ۹۰ میلیونو څخه زیات نفوس لرونکی دا هېواد د یوې بلې ورځې لپاره هم له نړۍ جلا او پرې کړای شوی پاتې دی، چې له امله یې دوستان او کورنۍ نشي کولای له خپلو عزیزانو سره اړیکه ونیسي.»

دې ډلې زیاته کړه: «په همدې حال کې، په ځینو ټاکلو پلاتفورمونو کې د کارونکو کم شمیر د لست د سپینولو یا (whitelisting) په نوم یوه نوې تګلاره راڅرګنده شوې ده.»

د لست سپینول د انټرنېټ د کنټرول یو کلکه طریقه ده چې پکې یوازې له مخکې منظور شوې ویبپاڼې، پلاتفورمونه یا IP ځانګړي ادرسونه د لاسرسي وړ وي، او نور ټول پّه بشپړه توګه بند وي.

د نېټ بلاکس بنسټګر الپ توکر د ایکس په بل پوسټ کې وویل چې د سې شنبې په سهار د ځايي وخت له مخې، په ایران کې ځینې کاروونکي وتوانېدل د واټس‌اپ له لارې پیغامونه ولېږي. خو هغه وویل چې دا لاسرسی «انتخابي و او د سیمې او نورو فکتورونو پر بنسټ یې توپیر درلود.»

توکر دې ته په اشارې سره چې په بهر کې مېشت ډېری ایرانيان له یوې اوونۍ څخه زیات وخت کېږي چې په ایران کې له خپلو خپلوانو سره اړیکه نه شي نیولای، وویل: «که تاسو له اتمې نېټې راهیسې له خپلو عزیزانو هېڅ خبر نه لرئ، دا مانا نه لري چې باید هیله له لاسه ورکړئ که څه هم وضعیت خورا ناوړه دی.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG