د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر داعش برید، عربستان او امریکا ته یې ګواښ کړی


د سپاه پاسداران یو جنرال دا خبره وکړه چې د دغو بریدونو یو هدف دا و چې سعودي او امریکا ته د ایران پیغام ورسیږي
د سپاه پاسداران یو جنرال دا خبره وکړه چې د دغو بریدونو یو هدف دا و چې سعودي او امریکا ته د ایران پیغام ورسیږي

د ایران پوځي چارواکي وايي په سوریې کې د داعش پر مورچلو یې د برید هدف د تهران د بریدونو غچ اخیستل و.

ایران د یکشنبې په شپه د سوریې په دیرالزور ښار کې په بالستیکي توغندیو د داعش مرکزونه ووېشتل. ویل کیږي چې په تېرو شاوخوا پنځلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ایران د سوریې په جنګ کې پخپله توغندي کاروي.

د ایران سپاه پاسداران وايي د ذوالفقار په نامه دا توغندي یې د ایران له کرمانشاه څخه توغولي، چې د عراق پر فضا له تېرېدو وروسته په سوریې کې د داعش پر مرکزونو لګېدلي دي.

اسوشیتډ وايي د دغه برید یو هدف دا و چې د تهران پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر مقبرې د داعش د تېرې اونۍ د بریدونو غچ واخلي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸تنه ووژل شول.

د سپاه پاسداران یو جنرال رمضان شریف د ایران یو تلویزون ته دا خبره هم وکړه چې د دغو بریدونو یو هدف دا و چې سعودي او امریکا ته د ایران پیغام ورسیږي. نوموړي سعودي په ایران کې د بې ثباتۍ په پارولو تورن کړ.

ایران د ذوالفقار توغندي په ۲۰۱۶ کال کې رادبره کړ، دا توغندي ۷۰۰ کیلو مېتره واټن کې خپل هدف په نښه کولی شي، په دې مانا چې په قطر او متحدو عربو اماراتو کې د امریکا پوځي تاسیسات په اسانۍ سره وېشتلی شي. همدغه راز ریاض هم په نښه کولی شي.

اسوشیتډ پرس وایي په دې وروستیو کې سعودي او امریکا د ایران پر ضد یو لړ اقدامات کړي دي. سعودي له ایران سره خپلې ډیپلوماتیک اړیکې پرې کړي او هغه یې په سیمه کې د بې ثباتۍ په پارولو تورن کړی. امریکا بیا پر ایران یو لړ بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG