د لاس رسي وړ اتصالات

ټېلرسن: د ایران او شمالي کوریا په مقابل کې ستراتیژیک زغم ناکام شوی


ریکس ټیلرسن دامریکا او سعودي عربستان په یوه گډه عالي غونډه کې چی د امریکا د سوداگرۍ د خونې له خوانه جوړه شوی وه، د اپریل په ١٩ مه په واشنگټن کې خبری کوي.
ریکس ټیلرسن دامریکا او سعودي عربستان په یوه گډه عالي غونډه کې چی د امریکا د سوداگرۍ د خونې له خوانه جوړه شوی وه، د اپریل په ١٩ مه په واشنگټن کې خبری کوي.

د متحدو ایا لتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي که چېرې د ایران اټومی قدرت طلبي کنټرول نشي، نو دشمالی کوریا په څېر نړۍ ته یوسترخطر پېښولی شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د چارشنبی په ورځ وویل که چېرې دایران اټومي قدرت غوښتنه کنترول نشي، نود سیمی لپاره په یو گواښ او خطر بدلیدلی شي. پردې سر بېره، په نړۍ کې هم گډوډي خپرولی شي.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې ایران ته خبرداری ورکړی دی چی د دې هېواد په اړه پخپله پالیسۍ له سره تر پایه غور کوي، ځکه ایران د نړۍ وال امنیت لپاره احتمالي گواښ دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل: ایران په نړۍ کې د ترهگرۍ مخکښ تضمینوونکی هېواد دی اوپه سیمه کې د ډیرو داسې شخړو په تشدیدولو کې لاس لری چې دامریکا گټو ته تاوان رسوي. د مثال په توگه په سوریه ، یمن، عراق او لبنان کې اودېته هم ادامه ورکوي چې داسرائیل خلاف د بریدونو ملاتړوکړي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دخپل ملي امنیت شوری ته لارښوونه کړېده چې د ایران سره د اټومي پروگرام پر نړۍ وال تړون له سره غور وکړي؛ څو دا معلومه شي چې د ایران سره د اټومی پروگرام د روغې جوړېپر سر د بندیزونو لرې کول، د متحدو ایالتونو د ملي لپاره حیاتي اهمیت لري او که نه.

د اټومي چارو یو ایرانی مېخانیک د یورانیمو د تصفېې په یوه بټۍ کې د اصفهان له ښار نه بهر، د تهران په جنوب کې قدم وهي. .
د اټومي چارو یو ایرانی مېخانیک د یورانیمو د تصفېې په یوه بټۍ کې د اصفهان له ښار نه بهر، د تهران په جنوب کې قدم وهي. .

ریکس ټېلرسن وویل که چېرې د ایران اټومی قدرت طلبي کنټرول نشي، نودشمالی کوریا په څېر نړۍ ته یوسترخطر پېښولی شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل: ایران په دې نیژدې وخت کې د منځني وآټن بالسټیک توغندی و ازمایه او د خپلو توغندیو انکشاف اوشمیر زیاتولو ته هم ادامه ورکوي. دا د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د ٢٢٣١ پریکړه لیک خلاف کاردی.

په 2015 کال کې تهران هغه معامله له امریکا او پنځو نورو هېوادونو سره لاسلیک کړله چې خپل اټومي پروگرام به د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په مقابل کې په ټپه ودروي. ولسمشر ډانلډ ټرمپ تل پردغه معامله انتقاد کړی دی او تر ټولو بده موافقه ېې بللې ده.

ټېلرسن وویل چی له ایران سره اټومي معاملی د ایران اټومي خطر له منځه ندی وړی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وویل: دایوبل مثال دی چې د ایران په څېر هېواد مو چی د اټومي قدرت لرلو نیت لري، دلنډې مودې لپاره تطمیع او ایسار کړ، خو وروسته به بیا بل څوکورسره مخامخ وي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن وویل چې په دې معامله کې هغه خطرونه چی ایران ېې په سیمه او نړۍ کې پېښوي په بشپړه توگه له نظره غورزیدلي دي.

هغه وویل چی د ولسمشر ټرمپ اداره به د ایران له خوانه پراحتمالي خطرونو په ډیره هراړخیزه توگه غوروکړي او د له منځه وړلو لپاره به ېې پریکنده گامونه پورته کړي؛ خو هغه دا څرگنده نکړله چی په دې باب څه ډول اقدامات کېدلی شي.

د روسیی له خوانه جوړ شوی اس ٢٠٠ ډوله هوايي دفاع سیستم دایران د پوځ په ملي ورځ له تهران نه بهر په عسکري رسم گذشت کې د ٢٠١٧ کال داپریل په اتلسمه وښودل شو..
د روسیی له خوانه جوړ شوی اس ٢٠٠ ډوله هوايي دفاع سیستم دایران د پوځ په ملي ورځ له تهران نه بهر په عسکري رسم گذشت کې د ٢٠١٧ کال داپریل په اتلسمه وښودل شو..

دامریکا د دواړو جرگو یو شمېر غړیو د ا یران خلاف د اقتصادي بندیزونو په لیرې کولو، کلکې نیوکې کړې دي. خو تحلیل کوونکي وايي که چیرې متحده ایالات وغواړي چی دا بندیزونه پرایران بیا ولگوي نو د یوې نړۍ والې روغې جوړې نه به ېې سرغړونه کړې وي.

ددې موضوع په اړه نور معلومات په لاندې ویډیوکې اوریدلی او کتلی شئ.

ټېلرسن: د ایران اټومي پروگرام په نړۍ وال خطر بدلیدلی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

یو شمیر وگړي دا پوښتنه کوي چی ایا د ټرمپ داداری له خوانه ددې موافقې له سره ارزول او یا ترینه وتل بی سابقې کار دی او که.

د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بش په دوره کې د ددفاع دوزارت لپاره خاص مرستیال جېمز رابن دامریکا غږ د فارسي څانگې ( NewsHour) خبري ساعت، په پروگرام کې ددې پو ښتنی په ځواب کې وویل که چېرې امریکا له ایران سره له اټومي معاملی نه ووزي، نو دا کار بې سابقې ندی. هغه وویل پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بش له روسیې سره د ١٩٧٢ کال د بالیسټیک توغندیو د تړون د بیا کتنی او ارزونې امر کړی و.

له کتنې نه وورسته هغه ته یو لړ سپارښتنې وشولی چې له دې تړون نه ووزي او هغه همداسی وکړل. نو که چېرې په دې ارزونه کې هم داسې سپارښتنې وشي چې له موافقی نه د وتلو په اړه وي نو له ایران سره د اټومي پروگرام په سر له موافقې نه وتل هم له امکان لرلی شي، ځکه بې سابقې کار ندی.

XS
SM
MD
LG