د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: ایران به یوه لسیزه کې اتومي وسلې جوړې کړي


بنیامین نتنیاهو د خبرو پر مهال د اوسپنې یوه ټوټه پورته کړه چې د هغه په وینا د ویشتل شوې ایرانۍ بې پیلوټې الوتکې ټوټه ده.
بنیامین نتنیاهو د خبرو پر مهال د اوسپنې یوه ټوټه پورته کړه چې د هغه په وینا د ویشتل شوې ایرانۍ بې پیلوټې الوتکې ټوټه ده.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ادعا وکړه چې ایران به په یو څو کلونو کې اتومی بم جوړ کړي.

ښاغلی نتنیاهو چې په هیواد کې د اداري فساد د تورونو له امله تر فشار لاندې دی، د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت د خرابیدو خبرداری ورکړ او د ایران پراخیدونکی نفوذ یې ریښتینی خطر وباله.

ښاغلي نتنیاهو وویل "د ایران سره د اتومي هوکړې راهیسي د ورځو شمېر یې پیل شوی دی، او په څه باندې یوه لسیزه کې به ایران اتومي وسلې ولري. د اقتصادي بندیزونو نرمښت، د ایران په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راوستی. نه په داخلي چارو کې منځلارې شوې او نه په بهرني سیاست کې منځلارې شوې دي."

نتانیاهو په امنیتي کې کنغرانس کې د خبرو پر مهال د اوسپنې یوه ټوټه پورته کړه چې د هغه په وینا د ویشتل شوې ایرانۍ بې پیلوټې الوتکې ټوټه ده، او یو ځل بیا یې تهران ته د اسرائیلو سور خط اعلان کړ.

ښاغلي نتنیاهو ایراني پلاوې ته په اشارې وویل "اسرائیل به هیڅکله ایران پرینږدي چې په سوریه کې دایمي اډه جوړه کړي. اسرائیل به د هیواد لپاره د یوه بل گواښ د جوړیدو د مخنیوي تگلارې ته ادامه ورکړي."

بنیامین نتنیاهو وویل په سیمه کې د ایران د زیاتیدونکو لاسوهنو له امله ائتلافونه د بدلون په حالت کې دي.

"د ایران د لاسوهنو له امله، عربان او اسرائیل دومره سره نژدې شوې دي چې پخوا هیڅکله دومره نژدې نه وه. او دا کار به په سیمه کې د سولې او بالاخره د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په ټینگښت تمام شي."​

د ایران ځواب

د نتنیاهو تر وینا وروسته، په همدې کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواب ظریف د اسرائیل ادعاگانې بې اساسه وبللې.

ښاغلي ظریف وویل " تاسې نن سهار د یوې کارتوني لوبې ننداره وکړه، چې د ځواب ورکولو ارزښت هم نلري." هغه زیاته کړه چې تهران په سیمه کې د متقابل احترام پر بنسټ سوله غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل "ایران د فارس په خلیج کې د امنیت لپاره د یوه نوې امنیتي چوکاټ د رامینځته کیدو غوښتونکی دی. موږ وړاندیز کوو چې د یوه هیواد پر ځای باید ټوله سیمه غښتلې شي."

ظریف پر نړیوالو غږ وکړ چې ایران سره په منطقوي دیالوگ کې برخه واخلي، "ځکه چې سیمه د ډېرې خطرناکې شخړې په لوره روانه ده، چې زموږ ماشومان او لمسي به مو هم ښایي خوندي نه وي."

XS
SM
MD
LG