د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه مانۍ: اسرائیل حق لرې چې خپله دفاع وکړي


د سوریې له خاورې د توغول شوي توغندي ټوټې د اسرائیلو د ویشتل شوې الوتکې خو اته وموندل شوې.
د سوریې له خاورې د توغول شوي توغندي ټوټې د اسرائیلو د ویشتل شوې الوتکې خو اته وموندل شوې.

نن سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې ټینگار کړی دی چې اسرائیل د متحده ایالاتو کلک ملگری دی، او په سوریه کې د ایران پلوه ملیشو او ځواکونو په وړاندې د اسرائیل د دفاعي اقدام ملاتړ کوي.

پرون د شنبې په ورځ د اسرائیلو یوه الوتکه وویشتل شوه او په ځواب کې یې اسرائیل د ایران پلوه ځواکونو مرکزونه بمبار کړي وه.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه په مشخص ډول وایي چې اسرائیل په سوریه کې د ایران پلوه ځواکونو څخه د خپل هیواد د دفاع حق لري.

اسرائیل له هغې وروسته په لسگونه پوځي مرکزونو بمباري وکړه چې یوه اسرائیلي جنگي جټ الوتکه پر ایران پلوه ملیشو باندې تر بمباري وروسته بیرته اسرائیل ته گرځیده.

تر دې پیښو وړاندې اسرائیل ویلي وه چې یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه یې هغه مهال وویشتله چې د سوریې څخه د اسرائیل هوایي حریم ته ننوتې وه.

د یو بل د الوتکو او پوځي مرکزونو تر بمبار کولو وروسته د اسرائیلو صدراعظم وویل چې هغه د خپل هیواد د دفاعي اقداماتو په اړه د روسیې له ولسمشر پوټین او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

بل پلو د ایران ولسمشر چې د هیواد د اسلامي انقلاب د نهه دیرشمې کلیزې په مناسبت د بهرنیو سفیرانو په یوه غونډه کې خبرې کولې، امریکا ته اخطار ورکړ چې د اتومي پروگرام له موافقې لاس په سر کیدل به لویه سهوه وي.

ښاغلي روحاني وویل" امریکا چې د اتومي موافقې سره څه کوي، که دا یوه سیاسي لوبه نه وي، او واقعاً ددې نړیوالې موافقې څخه د وتلو پریکړه وکړي، زه په ډېر وضاحت وایم چې امریکا به لویه ستراتیژیکه سهوه وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ څو ځلې ویلي دي چې دغه اتومي موافقه د امریکا په گټه نه ده. تیره میاشت یې د تائیدولو په وخت ویلي وه چې که بدلون په کې رانه شي، بل ځل به یې تائید نکړي.

XS
SM
MD
LG