د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران مشرانو امریکا او سعودي د تهران پر بریدونو تورن کړل


علي خامنه یي وایي د تهران بریدونه به د متحده ایالاتو او سعودي پر وړاندې د ایرانیانو کرکه نوره هم زیاته کړي
علي خامنه یي وایي د تهران بریدونه به د متحده ایالاتو او سعودي پر وړاندې د ایرانیانو کرکه نوره هم زیاته کړي

د ایران مشرانو د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان په تهران کې د چارشنبې د ورځې د تروریستي بریدونو نه په ملاتړ تورن کړل.

د چهارشنبې د ورځې په بریدونو کې ۱۷ تنه ووژل شول او ٥٢ نور ټپیان شول. د اسلامي دولت ډلې یا داعش ددغو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د ایران مشر آیت الله علي خامنه یي ویلي چې په تهران کې شوي بریدونه به ددې سبب شي چې د متحده ایالاتو او سعودي پر وړاندې د ایرانیانو کرکه نوره هم زیاته شي.

ښاغلي خامنه یي د چهارشنبې د ورځې د قربانیانو د جنازې د مراسمو دمخه د خواخوږۍ یو لیک خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه به "د ایران د ملت تصمیم ته ضرر پیښ نه کړي او ددې ډول بریدونو نتیجه د امریکا د متحده ایالاتو او د سعودي عربستان په شان د هغې د سیمه ایزو شریکانو پر ضد به د کرکې له زیاتیدو څخه بله نتیجه ونه لري".

د تهران له حملو یوه ورځ وروسته د ایران د اطلاعاتو وزیر محمود علوي وویل چې دا اداره هڅه کوي دا ومومي چې آیا سعودي عربستان د چهارشنبې د ورځې په حملو کې رول درلودلی او که نه؟ خو ټینگار یې وکړ چې اوس له وخت دمخه دي چې په دې هکله مخکې له مخکې قضاوت وشي.

د قرباینانو د جنازې په مراسمو کې د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني د امریکا متحده ایالاتو د داعش د "نړیوالې نسخې" په توگه خطاب وکړ. هغه همداشان امریکا په دې تورنه کړه چې دغه هیواد دموکراسي د پیسو په بدل کې تبادله کوي. داسې ښکاري چې ښاغلي لاریجاني پر سعودي عربستان باندې د امریکا د وسلو د پلورولو وروستۍ موافقې ته اشاره کړې ده چې ددغې معاملې له مخې سعودي د ١١٠ میلیاردو ډالرو په بیه له امریکا نه وسلې اخلي.

ښاغلي لاریجاني همداشان د امریکا د سنا د مجلس پر هڅې انتقاد وکړ چې غواړي پر ایران باندې نوي بندیزونه ولگوي.

د تهران د بریدونو په اړه د امریکا غبرگون

د امریکا جمهور رئیس دډونالد ټرمپ، ویلي چې په تهران کې د چهارشنبې د سهار د تروریستي بریدونو قربانیانو ته دعا کوي.

ښاغلي ټرمپ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغه هیوادونه چې د ترهگرۍ ملاتړ کوي پخپله د هغه شرارت ښکار کیږي چې خپله یې ترویج کوي.

د امریکا متحده ایالات او متحدین یې ایران د ترهگرۍ ملاتړی گڼي، هغه تور چې ایران یې تل ردوي.

XS
SM
MD
LG