د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سلب صلاحیت کړ 


سیدرضا فاطمي امین
سیدرضا فاطمي امین

د ایران پارلمان د دغه هېواد د صنعت او کانونو وزیر سید رضا فاطمي امین د نرخونو د لوړوالي له کبله سلب صلاحیت کړ او له دندې څخه لېرې کړل شو.

د ایراني موټرونو خراب بازار د دغه وزیر د استیضاح یو اصلي لامل و.

د ایران په پارلمان کې نن یکشنبه اپریل ۳۰ (غوايي لسمه) د ۲۷۲ استازو له ډلې یې ۱۶۲ یې د وزیر فاطمي امین د لېرې کېدو او ۱۰۲ نورو یې په څوکۍ د پاتې کېدو لپاره رایې ورکړې. نوموړی شاوخوا شپږ میاشتې مخکې هم پارلمان ته استیضاح شوی و، خو بیا په دندې باندې پاتې شو.

د پارلمان استازو په وزیر فاطمي امین باندې نیوکه وکړه چې په خپلې دندې کې ناکام شوی دی.

خو وزیر په وزارت کې د خپلو کارونو ننګه وکړه او ویې ویل چې د ایران د موټرو جوړولو په صنعت کې «مافیا» شته چې په خبره یې د ایران د پارلمان ځینې څانګې په کې هم ښکیلې دي. هغه وویل چې د ده په یو مرستیال باندې هم مرګونی برید شوی و.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د خپل دغه وزیر ننګه کړې وه او ویلي وو چې باید په د وزیر د استیضاح په ځای په وزارتونو کې د مدیریت د ښه والي او ثبات لپاره همکاري شي.

د پارلمان یو استازي لطف الله سیاکلي، چې د وزیر د استیضاح پلوی و، وویل چې وزیر فاطمي امین به ولسمشر ته ناسم ارقام ورکول.

په داسې حال کې چې په ایران باندې د لویدیځ بندیزونه زیات شوي، د دغه هېواد اقتصادي وضعیت خراب دی او د ډالرو په مقابل کې د ایراني ریال ارزښت هم تر ټولو ټېټ شوی دی.

امریکا او لویدیځو هېوادونو په ایران باندې د هغه هېواد د اتومي پروګرام له کبله کلک اقتصادي بندیزونه لګولي او د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره تر دې دمه خبرو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس، ایران باید خپل اتومي پروګرام درولی وای او په مقابل کې به پرې لګول شوي بندیزونه لېرې کېدل.

خو د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ د مۍ په میاشت کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په تړون کې د ایران ګټه ډېره ده.

د اوسني ولسمشر جوبایډن اداره هڅه کوي چې دا تړون بېرته احیا شي. ایران وايي د اټومي پروګرام موخه یې سوله ایز او د انرژۍ د تولید لپاره دی.

XS
SM
MD
LG