د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي: ایران باید غښتلی شي چې د "دښمن ګواښونه" ختم کړي


خامنه يي وايي چې دوی چاته ګواښ نکوي بلکې د ګواښ مخه نیسي
خامنه يي وايي چې دوی چاته ګواښ نکوي بلکې د ګواښ مخه نیسي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي د امریکا د متحدو ایالتونو له بندیزونو سره سره بیا هم دا هېواد قوي هوايي ځواک لري.

نوموړي د شنبې په ورځ (جنوري۸) د ایران د هوايي ځواکونو د قومندانانو او نورو غړو یوې غونډې ته وویل: "موږ باید غښتلي شو چې د دښمن ګواښونه ختم شي او جنګ نه وي. موږ چاته ګواښ نکوو بلکې د ګواښ مخه نیسو او د خپل هېواد امنیت ټېنګوو."

خامنه يې همدغه راز ویلي دي چې یو وخت یې هوايي ځواکونو د الوتکو یوه پرزه نشوه رغولې خو اوس "الوتکې جوړوي".

هغه پر ایران د امریکا بندیزونو ته هم اشاره کړې او ویلي:" بندیزونه جرم دي خو په یو فرصت هم بدلېدی شي."

ښاغلي خامنه يي داسې مهال دا څرګندونې کړي دي چې د ایران او امریکا ترمنځ روابط ډېر خراب شوي دي.

امریکايي ځواکونو څه موده مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني وواژه او ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو میزایل وتوغول.

ولسمشر ټرمپ قاسم سلیماني لوی ترهګر وباله چې په خبره یې په سیمه کې یې له اورپکو سر مرسته کوله او افغانستان ته یې هم بمونه لېږل.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له هغه تړون څخه ووتله چې د نړۍ د زبر ځواکونو، واشنګټن او ایران ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون په اساس ایران به خپل اتومي پروګرام بندوي او په بدل کې به پرې لګول شوي بندیزونه ختمیږي.

خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې په هغه تړون کې ډېرې نیمګړتیاوې وې او ډېر د ایران په ګټه و. ایران هم ورو ورور په دغه تړون کې له خپلو ژمنو په شا شو.

دغه کار اروپايي هېوادونه اړ کړل چې د شکایت یو میکانیزم جوړ کړي چې پر تهران فشار راوړي چې تړون ته ژمن پاتې شي.

XS
SM
MD
LG