د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پولیسو نظام الدین قیصاري‌ نیولی دی 


نظام الدین قیصاري
نظام الدین قیصاري

د ایران چارواکي وايي چې د تهران پولیسو نظام الدین قیصاري نن سه شنبه نومبر ۱۶ (لړم۲۵) د اسنادو د جعل کارۍ او افغان مهاجرینو د دوکه کولو په تور نیولی دی.

د ایران د کورنیو چار وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د برخې مشر مهدي محمودي د ایران تسنیم اژانس ته ویلي: «د افغانستان مخکني حکومت ته نژدې دغه مقام ایران ته په ناقانونه توګه داخل شوی او د افغانستان د کډوالو د هویت د اسنادو په اړه یې په غیر قانوني اقدام لاس پورې کړی دی.»

نوموړي ویلي دي چې ښاغلي قیصاري په تهران، کرج او د مرکز په څنډه کې درې دفترونه پرانیستي‌ وو او د پېسو په بدل کې به یې مهاجرو ته جعلي اسناد جوړول.

هغه په خپل فیسبوک کې ځان په ایران کې د افغان مهاجرینو استازی بللی دی. څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ځينې ویدیوګانې خپرې شوې چې ښاغلی قیصاري په کې لیدل کېده په ایران کې یې دفتر پرانیستی.

هغه ویلي وو چې د افغان مهاجرینو ستونزې به له قانوني لارو حل کوي. نوموړي ویلي‌ وو: « موږ غیر قانوني کار نکوو. تقلب نکوو. تقلب مې ډېر بد اېسي. زه د تقلب کار دښمن یم.»

نظام الدین قیصاري په افغانستان کې د ازبک ملېشو قوماندان و چې څو کاله مخکې د مخکني حکومت د ملي امنیت سرتېرو په فاریاب کې ونیوه او څه موده یې توقیف کړ. هغه له توقیف څخه تر خوشې کېدو وروسته بلخ ته ولاړ.

څه موده مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مزار شریف په ښار کې د هغه په کور چاپه واچوله او وویل چې د هغه اوه وسله وال وژل شوي او۳۱نور یې ژوندي نیولي دي.

ښاغلی قیصاري دبلخ په ولایت کې «د ځمکو غصب، باج اخیستنو، د غیرقانوني وسلو ګرځونو، ځورونو، له مجرمینو په ملاتړ» تورن شوی و.

طالبانو څه موده مخکې نظام الدین قیصاري د مزار له نیولو وروسته ونیوه خو وروسته یې پرېښوده او هغه بیا ایران ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG