د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د سیمې حفاظت پخپله کولی شو


د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې د ایران او د سیمې د خوندیتوب لپاره پخپله اقدامات کولی شي او د دغې هدف لپاره د نورو ملکونو د عسکرو ځای پرځای کولو ته ضرورت نشته

د ایران ولسمشر روحاني د دغه ملک په دولتي ټلویژن په یوې وینا کې ویلي دي چې ایران په خلیج کې د امریکا سمندري ماموریت ردوي.

ایران تیره میاشت یوه کښتۍ نیولي وه چې پرې د برتانیې بیرغ لگیدلی و. امریکا او برتانیې د هغې نه وروسته د خلیج په سمندر کې د حفاظت لپاره گډ ماموریت پیل کړیدی چې ایران پرې سختې نیوکې کوي.

د ایران ولسمشر روحاني د دوشنبې په ورځ د گاونډيو ملکونو مشرانو سره په ټلفون کې خبرې وکړې او ورنه یې د ملاتړ غوښتنه وکړه. روحاني پدغه لړ کې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د ترکې ولسمشر رجب طیب ادروان سره وغږیده.

ولسمشر روحاني د گاونډیو ملکونو د مشرانو نه وغوښتل چې د خلیج فارس او د هرمز د تنگي خوندیتوب د ایران د بهرنو چارو د پالیسۍ یوه مهمه نکته ده او هغوي ته یې ډاډ ورکړ چې د سیمې خوندیتوب بې لومړیتوب دی.

د هرمز تنگی لدی کبله ډیره مهمه لاره گڼل کیږي چې د ټولې نړۍ د تیلو شاوخوا ٢٠٪ تجارت پدغه لاره تیریږي.

XS
SM
MD
LG