د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني ولسمشر د امربالمعروف پر پولیسو نیوکه وکړه


د ایران مذهبي پولیس د اسلامي نظام د وسله والو ځواکونو یوه برخه ده چې د آیت الله علی خامنه یي له لورې څارل کیږي.
د ایران مذهبي پولیس د اسلامي نظام د وسله والو ځواکونو یوه برخه ده چې د آیت الله علی خامنه یي له لورې څارل کیږي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په تهران کې د اسلامي ارشاد د زرگونو مخفي پولیسو (امر به معروف و نهی از منکر) کار سخت وغند.

د اسلامي ارشاد شاو خوا ٧٠٠٠ نارینه او ښځینه پولیسو د دوشنبې په ورځ د تهران په کوڅو کې ځوانې ښځې په موټرو کې د مناسب حجاب او په لوړ آواز د موسقۍ د اوریدو په خاطر څارلې او د سرغړونکو په هکله یې مقاماتو ته رپوټ ورکاوه.

د ارشاد د پولیسو رئیس وویل چې ددې ادارې منسوبینو د چا د نیولو اجازه نه درلوده او یواځې د تلیفوني پیغام له لارې یې د سرغړونکو په اړه د پولیسو عمومي مرکز ته رپوټ ورکاوه.

ښاغلي روحاني د ایران د خلکو د حقونو د ساتنې ژمنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات باید د حکومت له لورې ترسره نه شي. هغه زیاته کړه چې لومړنۍ وظیفه یې د خلکو وقار او شخصیت ته درناوی دی.

د ایران مذهبي پولیس د اسلامي نظام د وسله والو ځواکونو یوه برخه ده چې د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علی خامنه یي له لورې څارل کیږي.

د ایران د ارشاد پولیسو تل ښځې د روښانه کالیو د اغوستلو، له سر څخه د ټکري د خویدو او یا هم سینگار په خاطر او نارینه د ویښتانو د "نه منلو وړ" بڼې او د کالیو د اغوستلو د شکل په خاطر توقیف کړي دي.

پولیس په ایران کې په وار وار د سلماني دکانونه او سینگار ځایونه په غربي بڼه د خپلو مشتریانو د ویښتانو د جوړولو او همداشان قهوه خانې په دې خاطر تړلي دي چې د هغوی په اند هلکان او نجوني هلته په سمه توگه اسلامي قوانین نه مراعتوي.

روحاني په ٢٠١٣ کال کې په عمده توگه د ځوانانو په رائیو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریالی شو او هغه وخت یې د سختو اسلامي قوانینو سره مخالفت څرگند کړی و. اکثرو ایراني ځوانانو هیله درلوده چې د روحاني د جمهوري ریاست په دوره کې یو لړ ټولنیز محدودیتونه له منځه لاړ شي.

خو د ایران محافظه کاره سیاستوالو د "غربي فرهنگ د نفوذ" په خبرداري سره د هر ډول فرهنگي او ټولنیزو سختیو د اسانیدو مخه نیولې ده. هغوی تیر کال په ښاغلي روحاني باندې په دې خاطر سخت انتقاد وکړ چې ویلي یې وو پولیس باید د اسلام د پلي کولو پر ځای قانون پلی کړي.

XS
SM
MD
LG