د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان په منځني ختیځ کې امریکایي ځواکونه "ترهگر" وگڼل


د ایران پارلمان
د ایران پارلمان

د ایران پارلمان د یوې لایحې په تصویبولو سره په منځني ختیځ کې میشت امریکایي ځواکونه په رسمي توگه د ترهگرو قواو په توگه وپیژندل.

دا کار یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د امریکا له لورې د یو ترهگر سازمان په توگه د”سپاه پاسداران ایران“ د پیژندلو اقدام په عملي توګه پلی شو.

د ایران دولتي تلویزیون رپوټ ورکړ چې دغه لایحه د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي له لورې پارلمان ته وړاندې شوی وه.

پدغه لایحه کې د امریکایي ځواکونو د "تروریستي اعمالو" پر ضد د دولت په قاطع چلند باندې ټینگار شوی دی.

د ایران د دولتي تلویزیون د رپوټ په بنسټ د ٢٠٧ حاضرو وکیلانو له جملې ٢٠۴ تنو دې لایحې ته مثبته رایه ورکړې ده.

یواځې دوو وکیلانو منفي رایه او همداشان یو وکیل ممتنع رایه کارولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې د ملگرو ملتونو سازمان ته د یو لیک په استولو خبرداری ورکړی و چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ له خوا د یو ترهگر سازمان په توگه د سپاه پاسداران د پیژندلو په گډون د "امریکا تحریکونکي" اقدامات کولای شي روان کړکیچن حالات لا هم ترینګړي کړي.

XS
SM
MD
LG