د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سپاه پاسداران وپیژنئ


د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران چې د ١٩٧٩ کال د اسلامي انقلابله بري وروسته په ایران کې جوړ شول یو ځانگړی قوت دی چې د کورنیو او بهرنیو گواښونو په وړاندې د ایران د رژیم د ساتنې مسؤلیت لري.

د ایران د پاچا رضا شاه د حکومت له پرځېدو وروسته د ایران پخواني مذهبي مشر آیت الله روح الله خمیني چې د هغه هیواد په پوځ یې زیات باور نه درلود او هغه یې رضاشاه ته وفاداره گاڼه د سپاه پاسداران د جوړیدو امر وکړ.

سپاه پاسداران په پیل کې یواځې د ایران دننه فعالیت درلود، خو پر ایران باندې د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د برید پر وخت سپاه پاسداران د عراق پر ضد بهرني عملیات هم پیل کړل او د ایران دوسله وال پوځ په اصلي مټ بدل شول.

سپاه پاسداران د څه دپاسه ۱۲۵ زره غړو په درلودلو پنځه اصلي برخې لري، ځمکني، هوایي، سمندري ځواکونه او د مقاومت او قدس قواوې چې د سپاه پاسداران د عمومي لوی درستیز تر څار لاندې فعالیت کوي.

د رند د څیړنیزې موسسې د تحقیقاتو په بنسټ د ایران او عراق د جگړې د پای ته رسیدو څخه تر اوسه سپاه پاسداران د ۷۶۵۰ اقتصادي قراردادونو په ترلاسه کولو سره پراخو مالي منابعې پیدا کړې چې د ایران د راکټي او اټومي پروگرامونو د پرمخ بیولو سربیره یې د ایران دننه او په سیمه کې ددې بنسټ نفوذ ته لاره هواره کړه.

سپاه پاسداران همداشان په عربي هیوادونو او هند کې په جاسوسۍ او د ترورستي بریدونو په طرحه کولو او عملي کولو تورن شوي او د امریکا متحده ایالاتو دغه بنسټ په وار وار د سخت دریځو ډلو لکه د افغانستان طالبان، د فلسطین حماس، د لبنان حزب الله او د یمن حوثي ډلو په تمویل او تجهیز تورن کړی دی.

خو د سپاه پاسداران بهرني فعالیتونه یواځې په دغو هیوادونو پورې محدود نه بلل کیږي، همدا اوس دغه سازمان په لږ تر لږه ١٥ هیوادونو کې فعالیت لري.

سپاه پاسداران یوازې آیت الله علي خامنه‌ یي ته ځواب وایي او د چارو یو شمیر څیړونکي دغه ډله "د دولت دننه دولت" گڼي، هغه قوت چې د ایران د نظام په ټولو برخو کې یې ریښې ځغلولي او د ماليي، بانکدارۍ، تیلو صنعت، پوځي څانگو او استخباراتو باندې زیات کنترول لري.

همداشان د ایران د بودجې عمده برخه سپاه پاسداران ته ځانگړې شوې او په ٢٠١٨ کال کې ددې بنسټ بودجه اوه میلیارډه امریکایي ډالره وه.

ترهگریز سازمان

د امریکا متحده ایالاتو د اپریل د میاشتې په شپږمه سپاه پاسداران د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړ. دا لومړی ځل دی چې امریکا د یو هیواد رسمي پوځي قوه ترهگره گڼي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي هر هغه څوک چې د سپاه پاسداران سره معامله ولري معنی به یې د "ترهگرۍ ملاتړ" وي.

له دې وروسته که حقیقي او حکمي شخصیتونه د ایران سره خپل تعامل وساتي، ښایي په شل کاله بند محکوم شي او د امریکا متحده ایالاتو ته به د هغوی د راتگ مخه ونیول شي.

خو منتقدینو خبرداری ورکړی دی چې ښايي دغه حرکت د امریکا نادوستو هیوادونو ته زمینه برابره کړي چې د امریکا پوځ او استخباراتي چارواکو په وړاندې ورته عمل وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو همدا اوس د ایران د سپاه پاسداران سازمان اړوند په لسگونو کسان او بنسټونه په تور لیست کې شامل کړي خو پخپله دغه سازمان یې تر اوسه د ترهگرو په لست کې نه و شامل کړی.

د جمهور رئیس ټرمپ له تصمیم دمخه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قوماندان خبرداری ورکړی و چې که امریکا د سپاه پاسداران نوم د "ترهگرو سازمانونو" په لست کې شامل کړ "په لویدیځه آسیا کې به د امریکا پوځ آرامه پاتې نشي."

د سپاه پاسدان عمومي قوماندان محمد علي جعفري د ایران سپاه نیوز ته ویلي چې که متحده ایالات دغه ډول اقدام وکړي د ایران اسلامي جمهوریت به هم ورته اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG