د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهگرو په سازمانونو کې د سپاه پاسداران د شامولو په اړه غبرگونونه


د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي گارد
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي گارد

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پر ایران باندې د زیات فشار د واردولو په لړ کې د هغه هیواد د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي سازمان په رسمي توگه د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د دغه اقدام په غبرگون کې د ایران دولتي تلویزیون د ایران پر وخت د دوشنبې په شپه رپوټ ورکړ چې د سپاه پاسداران په هکله د امریکا تصمیم "د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده" او دا یو غیر قانوني اقدام دی.

د ایران دولتي تلویزیون همداشان رپوټ وکړی چې د ایران امنیتي عالي شورا هم د امریکا پوځي قوتونه د "ترهگر سازمان" په توگه گڼلی، خو پدې هکله یې نور جزییات ندي ورکړي.

ددغه رپوټ په اساس دا د هیڅ یو هیواد مشروع حق نلري چې د یو بل هیواد پوځي قواوی ترهگر وگڼي. په منځني ختیځ کې د ایران نفوذ او د داعش پر وړاندې د هغه بریا {د ایران په وړاندې} ددې تصمیم دلیلونه دي.

نړیوال غبرگونونه

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سپینې ماڼۍ ددغه تصمیم له اعلان نه څو شیبې وروسته په یو ټویټري پیغام کې د امریکا ددغه تصمیم هرکلی وکړ او د جمهور رئیس ټرمپ نه یې مننه وکړه.

ښاغلي نتنیاهو په دغه پیغام کې جمهور رئیس ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي "د تروریستي ډلو په فهرست کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د شاملولو په اړه ستاسې د تصمیم نه منندوی یم. له تاسې نه مننه کوم چې زما یوې بلې مهمې غوښتنې ته مو مثبت ځواب ووایه."

د اسرائیل صدراعظم ددغه پیغام په دوام کې لیکلي "د یو بل تر څنگ د ایران د رژیم په وړاندې اقداماتو ته به چې اسرائیل، امریکا او نړیواله سوله گواښي، دوام ورکړو."

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت هم د ترهگرو سازمانونو په لست کې د سپاه پاسداران د شاملولو په هکله د امریکا د تصمیم هر کلی کړی دی.

بحرین چې د سني مذهبه سلطنتي کورنۍ له خوا اداره کیږي د ایران حکومت چې اکثریت یې شیعه مذهبه دي په بحرین کې د میشتو شیعه ډلو په ملاتړ تورنوي، خو ایراني مقامات د بحرین دغه ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG