د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي: عراق باید امریکايي پوځیان له خپل خاورې وباسي


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي، د عراق دولت باید ژر تر ژره امریکايي ځواکونه له هېواد څخه وباسي.

د ایران د فردا په نوم دولتي رسنۍ د راپور له‌مخې خامنه يي دغه څرګندنې پرون شنبه ناوخته په ایران کې د عراق له صدر اعظم عادل عبدالمهدي سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

نوموړي ویلي چې د ایران او عراق اړیکې د ګاونډیانو په توګه له دوو هېوادونو څخه هم پورته دي او زیاته کړې ده چې د ایران خلک د عراق پرمختګ د خپل ځان په ګټه بولي.

هغه ویلي:" داسې یو کار باید وکړئ چې امریکا خپل پوځیان ژر تر ژره له عراق څخه وباسي."

خامنه يي ویلي، چې امریکا د خپلو څرګندونو خلاف په عراق کې اوسنۍ ډیمکراسي او د سیاسي فعالانو ټولنې د خپل ځان په زیان بولي.

نوموړي عراقي ځوانان د دغه هېواد یوه لویه بشري پانګه بللې او وايي چې د داعش په وړاندې ښه امتحان ورکړی دی.

هغه ویلي، که چېري داعش ډله د عراق په خلکو او دولت کې د کمزورې نقطه احساس کړي، لیري نه ده چې دغه ډله به یو ځل بیا په دغه هېواد کې سر راپورته کړي.

د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک ویلي و چې ایران غواړي له عراق نه خپله صوبه جوړه کړي.

ښاغلي هوک په فبروري میاشت کې عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني پر سفر په تند انتقاد سره ویلي و چې ایران غواړي په دې کارونو سره په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړي.

براین هوک زیاته کړې وه" ایران غواړي په عراق کې فرقه ایزو شخړو ته لمن ووهي او داسې په عراق کنټرول تر لاسه کړي."

دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي‌ همدارنګه ویلي و، چې ایران د عراق امنیت او ملي حاکمیت نه مني.

امریکا په عراق کې څه باندې ۵ زره سرتېري لري چې عراقي ځواکونه روزي.

ایران چې په سیمه کې د شیعه مذهب پیروانو لوی اکثریت هېواد دی د عراق له شیعه مذهبو وګړو سره له ډېر وخت راپدېخوا مذهبي اړیکې پالي.

XS
SM
MD
LG