د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د داعش ۲۸ غړي مو په تهران کې د بریدونو پلان کولو په تړاو نیولي


د ایران د استخباراتو وزارت د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ (تلې ۲) وویل، ایراني مقاماتو د اسلامي دولت له ډلې سره د تړاو په تور ۲۸ کسان نیولي چې د تېر کال د مظاهرو د کالیزې په مناسبت یې په تهران کې د برید پلان جوړ کړی و.

په ایران کې لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶مه یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د ښځو لپاره د اسلامي جمهوریت د لباس له مقرراتو څخه د سرغړونې په تور له نیول کیدو وروسته په توقیف کې مړه شوه.

د ایران د استخباراتو وزارت په خپله وېبپاڼه لیکلي چې، "په وروستیو ورځو کې د تهران، البرز او غربي آذربایجان په ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو پر څو مرکزونو او ډله ییزو کورونو بریدونه شوي او د دغې ترهګرې شبکې ۲۸ غړي نیول شوي دي."

دغه وزارت زیاته کړې چې "دغه عناصر د داعش (اسلامي دولت) د مسلکي جنایي ډلې سره تړاو لري او ځینې یې په سوریه کې له تکفیریانو سره د ملګرتیا او یا په افغانستان، پاکستان او د عراق په کردستان سیمه کې د فعالیت تاریخه لري."

په شیعه امثریت میشته ایران کې، د "تکفیري" اصطلاح په عمومي ډول جهادیانو یا سخت دریځو سني اسلام پالو ته اشاره کارول کیږي.

د ایران د استخباراتو وزارت وايي، د ترهګرو د نیولو په دغو عملیاتو کې دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي او یو شمېر بمونه، وسلې، ځانمرګي واسکټونه او مخابراتي وسایل ترلاسه شوي دي.

دې وزارت همدشان ادعا کړې چې په ورته وخت کې یې د تهران په ګڼ میشته مرکزونو کې د ۳۰ تروریستي چاودنو پلان شنډ کړی چې غوښتل یې امنیت خراب کړي او د تیر کال د لاریونونو په کالیزه کې د لاریونونو او بلواو رامنځته کیدلو لامل شي.

تیر کال د څو میاشتنیو مظاهرو په ترڅ کې د لسګونو امنیتي پرسونل په ګډون سلګونه کسان ووژل شول. تهران دغه اعتراضونه بلوا ګڼي او وایي چې د بهرنیو حکومتونو او "مخالفو رسنیو" له خوا هڅول شوي کیږي.

له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ یوې محکمې د داعش یو تاجک غړی په اعدام محکوم کړ چې د اګست په میاشت کې د شیعه مسلمانانو پر یو زیارت باندې د مرګوني برید په تور محکوم شوی و.

د فارس ولایت په مرکز شیراز کې د شاه چراغ پر مقبرې برید څه کم یو کال وروسته له هغه رامنځته شوی چې په همدې ځای کې څه کم یو کال دمخه ډله ییزې وژنې شوی وې چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG