د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران امنیتي ځواکونو د مهسا امیني پلار څو ساعته بندي کړ


د مهسا امیني د پلار امجد امیني پر انستګرام خپور شوی تصویر
د مهسا امیني د پلار امجد امیني پر انستګرام خپور شوی تصویر

د بشري حقونو ډلو د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۶ (وږي ۲۵) وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو د مهسا امیني د مړینې په لومړۍ کلیزې کې د هغه پلار د لنډ وخت لپاره توقیف کړ.

د ایران امنیتي ځواکونو د ۲۲ کلنې ایرانۍ کردۍ مېرمنې مهسا امیني د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کردستان د بشري حقونو شبکې ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د مهسا امیني پلار، امجد امیني ته دمخه تر دې چې خوشې شي د هغې د لور د لومړۍ کلیزې د نمانځلو په اړه خبرداری ورکړ. په همدې حال کې د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د امجد امیني د نیولو او توقیف خبرونه رد کړل او د هغه د لنډ توقیف کیدو او ورته د خبرداري د ورکمولو په اړه یې تبصره نده کړې.

دمخه تر دې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او د بشري حقونو ډلو د ایران په لوېدیځ کې د سقز په سیمه کې د مهسا امیني د کور شاوخوا د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو راپور ورکړی و.

د سپټمبر په ۱۶ د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ایران کې پراخې مظاهرې وشوې؛ هغه مظاهرې چې د ایران د حکومت له خوا سختې وځپل شوې. دا لاریونونه د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د ایران د مشرتابه پر وړاندې له سترو ننګونو څخه دي.

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۳مه وروسته له هغه پیل شول، چې ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مېرمن مهسا امیني د حجاب د نه مراعتولو له امله د ایران د "ګشت ارشاد" پولیسو ونیوله او د اخلاقي امنیت د پولیسو مرکز ته یې یوړه. څو ساعته وروسته، هغه د امبولانس په واسطه چې روغتیایي وضعیت یې جدي و روغتون ته یوړل شوه او درې ورځې وروسته مړه شوه.

ډیر شمیر مظاهره کوونکو په ایران کې د څلورو لسیزو د شیعه مذهبي واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د حکومت له اخطارونو سره سره، د مهسا امیني مور او پلار د تېرې اونۍ په پیل کې وویل چې دوی په سقز کې د خپلې ۲۲ کلنې لور په زیارت کې د "کالیزې عنعنوي او مذهبي مراسم" ترسره کوي.

د بشري حقونو د ډلو په وینا، د شنبې په ورځ د ایران په کرد میشتو سیمو کې د حکومت ضد مظاهره چیانو د احتمالي مظاهرو د مخنیوي لپاره زیات شمیر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي و.

په همدې حال کې د ایران د کرد مېشتو سیمو په بېلابېلو ښارونو کې پراخ لاریونونه شوي دي.

خو، د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د سقز ښارګوټي چې د مهسا امیني مور او پلار پکې اوسیږي "په بشپړ ډول خاموشه" و او د اعتصاب لپاره د کردانو غوښتنه "د خلکو د هوښیارۍ او د امنیتي او نظامي ځواکونو د شتون" له امله ناکامه شوه.

ایرنا د کردستان ولایت د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې "د انقلاب ضد ډلو یو شمېر فعالان چې د ګډوډۍ د رامنځته کولو او د رسنیو د تیارولو پلان یې درلود، نن د شنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې ونیول شول." خو د نیول شویو کسانو د شمیر په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

په هغو اعتراضونو کې چې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول ایران کې وشول، د ایران امنیتي مقاماتو په ټول هېواد کې څه باندې شل زره مظاهره کوونکي ونیول او بندیان کړل. د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ۷۱ کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰۰ مظاهره کوونکي ووژل. په دغو مظاهرو کې په سلګونو نور کسان ژوبل شول او د ایران حکومت د دغو مظاهرو په اړوند لږ تر لږه اووه کسان اعدام کړل.

د ایران حکومت د دغه هېواد د حکومت پر ضد لاریونونه، چې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته پیل شوي، " بلوا" بولي او په پراخه کچه یې مظاهره چیان ځپلي دي، چې دا کار د نړیوالو د سختو نیوکو لامل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG