د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د حجاب قانون سرغړونکو ته د ۱۰ کلونو بند سزا؛ ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې


د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې په مخ زیاتېدونکې توګه ښځو د حجاب له اغوستلو ډډه وکړه.
د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې په مخ زیاتېدونکې توګه ښځو د حجاب له اغوستلو ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د جمعې په ورځ، سپټمبر۲۲ (وږي ۳۱) په ايران کې د ښځو د حجاب په اړه پر نوي قانون چې د دغه هېواد پارلمان تصويب کړ، سختې نيوکې وکړې او د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.

د دغه نوي قانون پر بنسټ، د هغو ښځو لپاره چې د سر پټولو او د حجاب په اړه د وضع شوي قوانینو څخه سرغړونه کوي، د مجازاتو، بند او جریمې کچې زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې، راوینا شمداساني وویل، دغه فرمان چې "د پت او د حجاب د کلتور د ترویج له لارې د کورنۍ د ساتنې قانون" نومېږي، نه یوازې ځپونکی، بلکې سپکاوی کوونکی هم دی.

نوموړې زیاته کړه، چې د دې نوي قوانینو او مقرراتو له مخې، هغه ښځې او نجونې چې په ایران کې د حجاب او سرپټولو مقررات په کلکه نه مراعاتوي، نو ښايې تر لسو کلونو په بند، چې پخوا دوه میاشتې وو، محکومې شي. پر دې سربیره، د حجاب د نه کولو جریمه چې پخوا د ۱۲ امریکايي ډالرو معادل وه، اوس ۸۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

دغه قانون، یو کال وروسته له هغه طرحه شو چې، یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مېرمن مهسا امیني د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ایران د ګشت او ارشاد پولیسو له خوا د حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوه او درې ورځې وروسته په زندان کې مړه شوه. عیني شاهدانو ویلي چې ایراني چارواکو لخوا د مهسا امیني فریکي وهل او ټکول، د هغه د مړینې شوې دی، هغه تور چې ایراني چارواکو رد کړی دی. خو د مېرمن امیني مړینه په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو لامل شوه.

د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې په مخ زیاتېدونکې توګه ښځو د حجاب له اغوستلو ډډه وکړه.

شمداساني د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل:"له بده مرغه، د پراخو اعتراضونو د څپو سره سره چې د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته وروسته راپورته شوې، موږ ډېر لاسته راوړنه نه ده کړې. همداراز په ایران کې د ښځو د حقونو وضعیت ښه شوی نه دی."

نوموړې د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک له قوله وویل، چې د حجاب د اغوستلو لپاره د "سختو" مقرراتو وضع کول "په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو خلاف دی او باید لغوه شي. "

د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه، د مهسا امیني له مړینې وروسته، د ایران حکومت د پراخو مظاهرو شاهد و. د ایران حکومت هغه مظاهرې او لاریونونو ته د "بلوا" نوم ورکړ او سخت یې وځپل. دا مظاهرې او لاریونونه د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته یو له هغو سترو ننګونو څخه وو چې د ایران رهبري ورسره مخامخ شوی ده.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG