د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) وویل چې ددغه هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو "په بریالیتوب سره" یوه پوځي تصویري سپوږمکۍ فضا ته توغولې ده.
دا د ایران د فضايي تکنالوژۍ وروستی پرمختګ دی چې له امله یې لویدیځو هېوادونو اندیښنه ښودلې ده.
ایرنا خبري اژانس د ایران د مخابراتو د وزیر عیسی زارعپور له قوله خبر ورکړی: "نور-۳ تصویر اخیستونکې سپوږمکۍ په بریالیتوب سره له ځمکې څخه ۴۵۰ کیلومتره لوړ په مدار کې ځای پر ځای شوه."
هغه وویل چې دا سپوږمکۍ د "قاصد" سپوږمکۍ لېږدوونکي توغندي په مټ مدار ته رسېدلې. ایران له دې وړاندې په ۲۰۲۲ کې نور-۲ او په ۲۰۲۰ کې نور-۱ سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته لېږلې وې.
د چهار شنبې په ورځ فضا ته د سپوږمکۍ د لیږلو ماموریت د سپاه پاسداران د فضايي څانګې لخوا ترسره شوی دی.
متحده ایالاتو په مکرر ډول ایران ته د دا ډول سپوږمکیو د توغولو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ورته تکنالوژي د اتومي کوپړیو د لېږد په شمول د بالیسټیک توغندیو لپاره هم کارول کیدی شي.
نورو لوېدیځو هېوادونو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.
ایران ادعا کوي چې د اتومي وسلو په لټه کې نه دی او د سپوږمکیو توغول یې یوازې د ملکي او دفاعي موخو لپاره دي.
ایران د ځمکې مدار ته د سپوږمکۍ د لېږلو د څو ناکامو هڅو وروسته په لومړي ځل په ۲۰۲۰ کې مدار ته د یوې پوځي سپوږمکۍ په لېږلو بریالی شو چې له امله یې متحده ایالاتو سخت غبرګون وښود.
تهران د امریکا د ۲۰۱۸ کال له اتومي موافقې څخه د واشنګټن له وتلو راهیسې د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی. له ایران سره د امریکا د تیرې اتومې موافقې په اساس، له اتومي وسلو له جوړولو څخه د ایران د منع کولو دپاره، پر دغه هېواد د خپلو اتومي فعالیتونو د محدودولو په بدل کې بندیزونه نرم شوي وو.
ایران تل د اتومي وسلو له جوړولو انکار کړی او ټینګار کوي چې فعالیتونه یې په بشپړ ډول سوله ییز دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له یو جاپاني خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، جاپان ورته د امریکا او ایران تر منځ د اتومي موافقې پر سر د خبرو د بیا پیلولو وړاندیز کړی دی.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د انقلاب راهیسې تهران او واشنګټن دپلوماتیکې اړیکې نه لري.
فورم \ دبحث خونه