د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: تر غږ چټک سرعت لرونکی بالستیکي میزایل مو ترلاسه کړی


د ایران د پوځي تمرین یوه برخه
د ایران د پوځي تمرین یوه برخه

د ایران د پوځ یو جنرال د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (عقرب۱۹) ادعا وکړه چې هېواد یې «تر غږ چټک سرعت لرونکی بالستیکي میزایل» ترلاسه کړی چې په خبره یې د ټولو دفاعي سیستمونو څخه د تېرېدو توان لري.

تر غږ څخه چټک توغندي د نورو میزایلو په څېر هستوي کوپړۍ هم لېږدولای شي.

د ایران د سپاه پاسداران دهوايي ځواک قوماندان جنرال امیر علي حاجي‌ زاده په یوې ویدیو کې، چې ارنا اژانس خپره کړې ده، ویلي چې «فکر نکړم لس کاله وروسته هم کومه تکنالوژي له دغه توغندي سره سیالي‌ وکړي... او دا د توغندیو په برخه کې یوه لویه لاس ته راوړنه» ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د سازمان مشر رافایل ګروسي د دغه اعلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي ګروسي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې دا ډول اعلانونه د ایران اتومي پروګرام ته پام اړوي او همدغه راز اندېښنې پاروي، خو په خبره یې دا کار په اتومي مذاکراتو کې د ایران نفوذ نشي زیاتولای.

تر دې مخکې ایران د نومبر په پنځمه اعلان کړی و یو راکټ یې په بریاليتوب سره ازمایلی چې فضا ته سپوږمکۍ انتفالولای شي.

د امریکا متحدو ایالتونو په وار وار دا خبره کې ده چې دا ډول ازمایښتونه د ایران اتومي ظرفیت لوړولای شي او نهایتآ به د اتومي کوپړیو د انتقال وړتیا پیدا کړي.

د امریکا حکومت د مارچ په میاشت کې د ایران د میزایلو سره په تړلیو فعالیتونو بندیز ولګوه.

XS
SM
MD
LG