د لاس رسي وړ اتصالات

ایران : خلیج کې د کویټ-سعودي د ګازو د استخراج تړون غیرقانوني دی  


په خلیج کې د ایران د ګازو تاسیسات
په خلیج کې د ایران د ګازو تاسیسات

ایران د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۶) د کویټ او سعودي عربستان ترمنځ معامله غیرقانوني وګڼله چې غواړي د فارس په خلیج کې د ارش-الدوره د لانجمنې ساحې ګاز استخراج کړي او زیاته یې کړه چې دوی هم په دې ساحه کې حق لري.

کویټي مقاماتو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت او کویټ د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ارش-الدوره د ګازو د حاد پراخولو په مقصد یوه موافقه لاس لیک کړې ده.

کویټ او عربستان دا اقدام پداسې حال کې کوي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته په نړۍ کې د انرژۍ بیې ډیرې لوړې شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي عربستان او کویټ د ګازو د ایستلو موافقه غیر قانوني ده او د ''اوسنیوپروسیجرونو او مخکنیو مذاکراتو خلاف'' ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې " ددغې ساحې د عملیاتو او استخراج په اړه هر ډول عمل باید د دریو هیوادونو په همغږۍ او همکارۍ ترسره شي."

د ګازو ددغه څاه پر سر اختلاف ۱۹۶۰ لسیزې ته رسیږي یعنی هغه وخت ته چې ایران او کویټ دواړو ددې ساحې د استخراج امتیاز او قرارداد د انګلیس- ایران د تیلو شرکت ته چې د بریتانیا د تیلو د بي پي شرکت یوه برخه ده او د هالند د تیلو شاهي شرکت ته ورکړ.

د اټکل له مخې ددغه ساحې څخه ۲۲۰ میلیارد مترمکعب ګاز استخراج کیدای شي.

ایران او کویټ منځ ددغې لانجمنې سرحدي سمې پر سر چې د طبیعي ګازو پراخې زیرمې لري په وار وار ناکامې خبرې ترسره کړي دي.

په هغه اعلامیه کې چې کویټ خپره کړې ویل شوي چې کیدای شي په ورځ کې یو میلیارد فوټ مکعب ګاز له دې ساحې څخه تولید شي.

ښاغلي خطیب زاده ویلي چې ایران تیار دی چې د کویټ او سعودي عربستان سره ددې شاحې څخه "د ګډې ګټې اخیستنې په څرنګوالي" چې د سعودي عربستان او کویت په ګډه سمندري پوله کې موقعیت لري بحث او خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG