د لاس رسي وړ اتصالات

جوسپ بوریل: ایران سره اټومي قرار داد ډیر نږدی دی


د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوسپ بوریل د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري شپږمه) وویل چې ایران او د نړۍ قدرتونه د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون بیرته احیا کیدو ته ډیر نږدې شوي دي.

ددغه قرار داد په صورت کې به تهران د غربي هیوادونو د بندیزونو د کمیدو په بدل کې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي.

ښاغلي بوریل په دوحه کې یوه نړیوال کنفرانس ته وویل:« اوس موږ یوه قرار داد ته ډیر نږدې شوي یو او هیله من یم چې ترسره شي.»

د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول د ایران له اټومي قرار داد څخه ووت او له هغه شاوخوا یو کال وروسته تهران د اټومي قرار داد د مواردو نقض ته مخه کړه.

شنونکي وایي د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد په احیا کیدو کې ناکامي کیدای شي د سیمې په کچه د جګړې د احتمال، پر ایران د غرب د سختو بندیزونو او د نړۍ په کچه د تیلو د قیمت د لوړیدو لامل شي کوم چې پر اوکراین د روسیې د جګړې له امله اوس هم ډیر جګ شوي دي.

د اټومي خبرو لپاره د اروپایي ټولنې همغږي کوونکي انریکې مورا د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ وویل چې د شنبې په ورځ به تهران ته ولاړ او د ایران د اټومي مذاکراتو د پلاوي له مشر سره به خبري وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څو ورځې مخکې وویل که متحده ایالات عملګرا ووسي، کیدای شي اټومي قرار داد په لنډ وخت کې ترلاسه شي.

خو امریکایي چارواکي د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد په احیا کیدو کې د خپلو هڅو په ارزونه کې ډیر محتاط دي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي څو ستونزمن موارد لا پاتې دي. ایران غواړي د هغه هیواد د سپاه پاسداران ډله د امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لست څخه ووځي.

تهران همدارنګه داسې تضمینونه غواړي چې متحده ایالات په یو اړخیز ډول له قرار داد څخه ونه وځي.

XS
SM
MD
LG