د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: سعودي په لوړه کچه د مصالحې خبرو پرمخ بیولو ته تیار دی 


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) وویل چې ایران او سعودي عربستان تیار دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مصالحې خبرې په لوړه کچه وشي.

د ایران او عربستان ترمنځ د مصالحې خبرې څه دپاسه یو کال مخکې پداسې حال کې پیل شوې چې ددې دواړه هیوادونو اړیکې د شپږو کالونو راپدیخوا خورا خړې پرې شوې دي.

د اپریل د میاشتې راهیسې عراق د اکثریت میشته سني هیواد عربستان او د اکثریت شیعه میشته هیواد ایران ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي. دا دواړه هیوادونه د سیمې په مختلفو شخړو کې د مخالفو لوریو ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د ایران د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې: «پدغو خبرو کې پرمختګ شوی دی».

هغه زیاته کړې چې تیره اونۍ ایران د عراق د بهرنیو چارو د وزیر فواد حسین څخه یو پیغام ترلاسه کړ چې وایي «سعودي اړخ تیار دی چې دغه خبرې سیاسي او عامه کچې ته لوړې کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د خبرو مخکني پړاوونه په عمده توګه د امنیتي چارواکو په کچه وې: «مونږ خبرو ته خپل تیاری اعلان کړی چې سیاسي پړاو ته داخلې شي.»

په ۲۰۱۶ کال کې ایراني مظاهره کوونکو وروسته له هغې په ایران کې د سعودي عربستان په استازولیو بریدونه وکړل چې سعودي شیعه مذهبه عالم نیمر ال نیمر اعدام کړ. په غبرګون کې ریاض د تهران سره اړیکې وشلولې.

امیرعبداللهیان وایي هیله من دی چې د ریاض سره خبرې به «د سعودي عربستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د عادي کیدو» سبب شي.

ایراني چارواکو دمخه په تهران کې ویلي وو چې په سیاسي کچه د خبرو پرمخ بیول به ښه او چټکې نتیجې ورکړي.

په اپریل کې د وروستي پړاو خبرو وروسته د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي وویل چې هغه پدې باور دی چې د ریاض او تهران ترمنځ «مصالحه نژدې ده».

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو له خرابیدو وروسته متحده عربي اماراتو د تهران سره د خپلو اړیکو کچه راټیټه کړه او کویټ له تهران څخه خپل سفر وروغوښت.

تیره اوني متحده عربي اماراتو وویل په تهران کې د خپل سفر په ټاکلو «غور» کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو دغه اقدام نور هم ښه واضح کړ او وویل چې «متحده عربي امارات تصمیم نیولی چې تهران ته سفیر واستوي» او په وینا یې دا کار به «ډیر ژر» وشي. هغه دا هم وویل چې کویټ هم ورته اقدام تر پام لاندې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG