د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي تړون په اړه ایران ته د بایډن خبرداری او د رئیسي ځواب


ولسمشر بایډن د اسرائیل له صدراعظم لاپیډ سره
ولسمشر بایډن د اسرائیل له صدراعظم لاپیډ سره

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال د هستوي تړون بیا احیا کولو لپاره تر ابده انتظار ونکړي.

ښاغلي بایډن د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۴ (چنګاښ ۲۳) وویل: «۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو لپاره مو خپله طرحه د ایران مشرانو ته سپارلې ده او اوس یې ځواب ته منتظر یو... خو تر ابده انتظار نشو کولای.»

نوموړي وویل که ضرورت پیدا شو، اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره به له زور څخه هم کار واخلي او په خبره یې دا به یې وروستی انتخاب وي. ښاغلي بایډن په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیل صدراعظم یاییر لاپیډ د پنجشنبې په ورځ یو ګډ تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. دا تړون د امریکا او اسرائیل ترمنځ د یووالي څرګندونه کوي. امریکا او اسرائیل تل د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسرائیل صدراعظم لاپیډ له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې هېڅ مسلح ایراني به اتومي وسله ونلري.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي دي که واشنګټن هر «ډول تېروتنه» وکړي، تهران به یې «سخت ځواب » ووايي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي رئیسي ویلي‌ دي: «د ایران لوی ملت به په سیمه کې هېڅ نا امني او بحران ونه مني او امریکا او ایتلافیان یې باید پوه شي چې د ایران له لوري به هرې تېروتنې ته تند او پښیمان کوونکی ځواب وویل شي.»

دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې له ایران سره اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو مذاکراتو نتیجه ورنکړه. تهران د امریکا د ترهګرو سازمانو له لست څخه د خپل سپاه پاسدران د نوم لېرې کېدل غواړي خو واشنګټن یې نه مني او همدا د مذاکراتو د بې نتیجې پای ته رسېدو یو لوی علت ګڼل کېږي.

ولسمشر بایډن د اسرائیل ۱۲ تلویزوني شبکې ته په ځانګړې مرکې کې وویل که اتومي تړون ختمېږي او پاشل کېږي هم، هغه به له دغه لست څخه د ایران د سپاه پاسدارن نوم ونباسي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول له ایران سره د شوي تړون څخه ووت او ویې ویل چې دا تړون ډېرې ستونزې لري او ایران ته یې ګټه ډېره رسېږي. خو د ښاغلي بایډن حکومت د دغه تړون د بیا احیا کېدو هلې ځلې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تېره اوونۍ اعلان وکړ خپل یورانیم یې ۶۰ په سلو کې غني کړي دي، د اتومي وسلو جوړولو ته ۹۰ سلنه غني شوي یورانیم په کار دي. تر دې مخکې ایران ویلي وو چې هستوي پروګرام یې سوله ایز او د انرژۍ د تولید لپاره دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی بایډن به په سعودي عربستان کې هم په سیمه کې د امنیت، بشري حقونو او نور مسائیلو په اړه د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG